د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، تېره شپه وویل چې په استانبول کې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو د موقت حکومت ترمنځ خبرې ببې له کومې لاسته راوړنې پای ته رسېدلي دي.
پاکستان د دغو خبرو د منځګړتوب او اسانتیا په برخه کې د ترکیې او قطر له دیپلوماتیک رول څخه مننه کړې او د دوی هڅې یې ستایلي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وویل، پاکستان په خپل اصولي دریځ کلک ولاړ دی او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخنیوي مسوولیت د افغانستان د چارواکو پر غاړه بولي. هغه زیاته کړه چې پاکستان څو ځله اندېښنه څرګنده کړې ده چې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو لپاره استفاده کوي.
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
عطا تارړ ادعا وکړه چې افغان طالبانو لا تر اوسه هغه نړیوالې، سیمهییزې او دوهاړخیزې ژمنې نه دي عملي کړي چې د ۲۰۲۱ کال د دوحې د سولې په هوکړه کې یې کړې وې، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ضد اقداماتو په برخه کې.
د پاکستان دفاع وزیر هم ویلي چې د استانبول خبرې ناکامه شوي دي. خواجه اصف وویل، که د افغانستان له خاورې په پاکستان کې برید وشي، اوربند به پای ته ورسیږي.
د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
خواجه اصف: د نورو خبرو لپاره هیڅ پلان نه شته
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف اعلان وکړ چې په استانبول کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.
ده همداراز جیو نیوز ته ویلي چې د نورو خبرو لپاره هیڅ پلان نه شته.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، خواجه اصف وویل:«بشپړ ولاړ حالت دی، خبرې نامعلوم پړاو ته داخلې شوې.»
پاکستاني رسنیو نن شپه اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې له خنډ سره مخامخ شوې او پاکستانی پلاوی د خبرو له مېزه ووت.
د پاکستان جیو نیوز او پوځ ته نژدې سما رسنۍ وویل چې پاکستان د دې لپاره د خبرو له مېزه ووت چې د طالبانو پلاوي په پاکستان کې د بریدونو د مسوولیت له منلو ډډه کوله.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو پلاوي ته نژدې سرچینو ویلي و چې پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومته غواړي چې د هغو حملو د مخنیوي مسوولیت په غاړه واخلي چې د ډیورند کرښې پورې خوا ته کېږي.
سما وايي چې د پاکستان او افغانستان وروستۍ خبرېناکامه شوي، او د جمعې په ورځ د پاکستان پلاوی له خبرو وروسته د هوايي ډګر پر لور روان شو.
د قطر او ترکیې چارواکي د روانو تحولاتو خبر ساتل کېږي.
د پاکستاني رسنیو پر اساس، د خبرو د راتلونکې په اړه پرېکړه به اوس د پاکستان د لوړې کچې مشرتابه له سلا مشورو وروسته کېږي.
له بلې خوا، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، هېواد یې غواړي چې د پاکستان او افغانستان خبرې د یو لیکلي تړون په پایله کې پای ته ورسېږي، نه یوازې د شفاهي تفاهم له لارې.
هغه د پارلمان مخې ته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل:
«موږ غواړو هر څه روښانه او په سند کې شامل وي. که د تړون سرغړونه وشي، نو قطر او ترکیه به د تضمین کوونکو په توګه عمل کوي.»
آصف زیاته کړه چې پاکستان ته د خبرو اترو په اړه د بل چا لارښوونې ته اړتیا نشته، خو ټینګار یې وکړ چې دا خبرې دواړو هېوادونو او د سیمې د سولې لپاره حیاتي اهمیت لري.
جیونیوز وايي، د دواړو هیوادونو ترمنځ په خبرو کې خنډ هغه مهال رامنځته شو چې پاکستان او د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې د خبرو درېیم پړاو پیل کړ، څو د تېرې میاشتې له خونړیو نښتو وروسته رامنځته شوې ترینګلتیا راکمه کړي. دغه ناستې د پنځه ورځنیو خبرو دوام دی، چې په پای کې یې پر لنډمهاله اوربند سلا وشوه.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، په ایکسپاڼه (تویټر) کې لیکلي:
«پاکستان د خپلو وروڼو هېوادونو، ترکیې او قطر، د منځګړتوب مننه کوي؛ خو اوس مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی چې د ترهګرۍ د کنټرول په برخه کې خپلې اوږدمهالې نړیوالې، سیمهییزې او دوهاړخیزې ژمنې عملي کړي — هغه ژمنې چې تر اوسه یې پوره کړي نه دي.»
تارړ ټینګار وکړ چې پاکستان به د خپلو وګړو او خپلواکي د ساتنې لپاره هر لازم اقدام وکړي:
«پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره هره ممکنه لار خپله کړي.»
له دې ولاړ حالت مخکې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دوهم پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په ترکیه کې ترسره شوی و.
د تېر پړاو په پای کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې وویل چې ټولو اړخونو د اوربند د دوام او د څار او ارزونې د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه کړې، څو د سولې ډاډ ترلاسه کړي او د سرغړونو پر ضد اقدامات وشي.
تر دې مخکې (د جمعې خبرونه)
د طالبانو او پاکستان مرکچیان په استانبول کې بیاهم د خبرو لپاره غونډه کوي
داسې مهال چې ځینو پاکستاني رسنیو د پاکستان لخوا د چمن - سپین بولدک سیمه کې د وروستیو نښتو له امله د استانبول مذاکراتو د ځنډېدو راپورونه ورکړي و، د طالبانو حکومت یې ردوي وایي چې نن به هم خبرې وشي.
د طالبانو حکومت د مذاکراني پلاوي یو غړي چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي د جمعې په ورځ له استانبول «د نومبر پر ۷ مه» ازادي راډیو وویل چې د دوی د حکومت او پاکستاني اړخ تر منځ دا درې ورځني مذاکرات نن په دویمه ورځ هم کېږي او د «درېدو ګونګوسي یې ردوي.»
یو شمیر پاکستانۍ رسنیو د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د چمن-سپین بولدک په سیمه کې د کرښې په اوږدو له نښتې وروسته د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې وځنډول شوې.
خو د ازادي راډیو مشال څانګې بیا راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چمن کې د ډیورند کرښې په اوږدو د دواړو خواوو ترمنځ له لنډې نښتې وروسته، له طالبانو سره اوربند لا هم دوام لري.
د طالبانو چارواکي وایي چې که دا ځل برید پرې وشي، د خپلو مشرانو له لارښوونو سره سم ځوابي برید ته چمتو دي.
د مشال د راپور پر بنست استانبول کې د دریم پړاو خبرو اترو موضوع د "څارنې او تایید میکانیزم" لپاره یو چوکاټ ورستي کول دي چې د تیرې اونۍ د دواړو خواوو په غونډه کې پرې موافقه شوې وه.
دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي خو ځیني سرچینو خبر ورکوي که چیرې اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د «نومبر پر ۶مه» له غرمې وروسته د چمن - سپین بولدک سیمه کې د پاکستان د بریدو له امله یو شمیر افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په سپین بولدک کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو امر محمد علي حقمل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل"پرون د مازدیګر څلور او پنځلس دقیقې وې چې پاکستاني لوري د اوربند نقض وکړ، ترکیه چې کومې خبرې شروع دي د هغو احترام یې ونه کړ او ډزې وکړې، خو زموږ د اسلامي امارت مجاهدینو د اطاعت او اوربند د نه نقض او د خبرو احترام لپاره یې دوی ته ځواب ورنه کړ، خو پاکستان بې رحمانه هاوانونه راوتوغول، چې ځینو کورونو یې غټې مرمۍ ولګېدې تر شپږو کسان یې شهیدان پنځو یا شپږو پورې کسان ټپیان دي، دا ټول ملکیان دي."
نوموړی د پاکستان له خوا د دغه برید د لامل په اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د پرونیو بریدونو او وېرې له امله ګڼ افغانان له سپین بولدکه وتلي او له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې ګڼو ننګونو سره مخ دي.
دا طالب چارواکی وایي، که پاکستانی لوری بیا پرې برید وکړي دوی به د خپلو مشران په لارښوونه ځوابي بریدونه په بشپړه توګه چمتو دي.
د کندهار ولایت سپین بولدک ته څېرمه وېش سیمه کې د یوې کورنۍ غړي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل یوازې د دوی له کورنۍ درې ښځینه او یو نارینه د پاکستاني ځواکونه په برید کې ووژل شول او کابو دولس کلیوال یې ټپیان دي. دی وايي"دلته د کورونو منځ کې د هدیرې سره نږدې سیمه کې؛ یوه زما د کاکا مېرمن، دوه نورې ښځې کور کې او یو نارینه شهیدان شوي چې ټول څلور کسان دي."
د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوهم پړاو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پنجشنې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوی ځواکونو د مذاکراتي پلاوي د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر کوم غبرګون نه دی ښودلی.
مجاهد ټینګار کړی چې په تېر پړاو خبرو کې دواړو لوریو تر منځ د اوربند د غځېدو او د تجاوز په نه کېدو هوکړه شوې وه.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا د پنجشنبې په ورځ خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې ډزې د طالبانو له خوا پیل شوې او د دوی ځواکونو یې په غبرګون سنجول شوی او مسوولانه ځواب ورکړ، هغه څه یې طالبان یې ردوي.
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوهم پړاو خبرې چې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، درې ورځې بې نتیجې پای ته ورسېدې، او دواړو لوریو یو بل د خبرو د پرمختګ په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړل.
خو دې خبرو د دوه نورو ورځو لپاره هم دوام وکړ چې بیا د اوربند د دوام پر هوکړې پای ته ورسیدې، او په دریم پړاو خبرو ترسره کېدو هم توافق وشو.
دریم پړاو یې پرون د پنجشنبې په ورځ «د نومبر پر ۶مه» د مازدیګر پر څلورو بجو پیل او نن یې دویمه ورځ ده.
دا خبرې اترې تر هغه وروسته پیل شوي چې پاکستان د « اکټوبر په ۹مه» په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې ګڼو ملکي افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او په تعقیب یې بیا د کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو تر منځ نښې وشوې چې مرګ، ژوبله یې هم درلوده.