د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وایي، پاکستان کې د جرمني د تګ په تمه بندو افغانانو ته یې وړاندیز کړی چې که د جرمني د تګ له هڅې لاس په سر شي، نقدې پیسې به ورکړي.
رویټرز اژانس پرون چهارشنبه ( د لړم ۱۴مه) لیکلي، د جرمني دغه اقدام د صدر اعظم فریدریش مرتس د محافظه کاره دولت د کډوالۍ ضد هڅو یوه برخه ده.
شاوخوا دوه زره افغانان چې جرمني ته د تګ مستحق بلل شوي، له کلونو راهیسې پاکستان کې بند پاته دي او د راپورونو له مخې ناوړه اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي.
که څه هم معلومه نه ده چې جرمني دغو افغانانو ته له جرمني د لاس په سر کېدو په صورت کې د څومره پیسو ژمنه ورکړې، خو ځینو جرمني رسنیو "څو زره ایرو" یادې کړې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي " دا منطقي ده که څوک جرمني ته د تګ امکان ونه لري، هغوی ته مالي امکانات برابر شي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه یا دریم هېواد ته ولاړ شي".