متحدو ایالتونو په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات د نړیوال ځواک د رامنځته کولو لپاره د ملګروملتونو د پریکړه لیک مسوده چمتو کړې

د امریکا متحده ایالاتو د ملګروملتونو د یوه پریکړه لیک مسوده چمتوکړې چې له مخې یې د دوو کلونو لپاره په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات لپاره د یوه نړیوال ځواک جوړیدو ته اجازه ورکوي. د رویترز خبري آژانس چې د دغې مسودې یوه کاپي یې ترلاسه کړې په وینا ډیپلوماتانو ویلي چې دغه مسوده چې بیاهم کارپرې روان دی او کیدای شي بدلون ومومي، روانه اونۍ له یوشمیرهیوادونو سره شریکه شوې خو تراوسه په رسمي توګه د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو ته نده وړاندې شوې. تراوسه نده څرګنده چې واشنګټن به کله د پریکړه لیک دغه مسوده د امنیت شورا غړیو ته وړاندې کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړیو او نورو شریکانو سره په دې اړه خبرې روانې دي چې د غزې لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ طرحه په څه ډول عملي کیدای شي خو دې ویاند د ترتیب شوې مسودې په اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه. اسراییل او د فلسطینانو حماس ډلې یوه میاشت مخکې د ټرمپ د شلو مادو د طرحې پرلومړي پړاو هوکړه وکړه چې له مخکې په غزه کې له دوه کلنې جګړې وروسته اوربند وشو او د یرغملو او بندیانو د تبادلې بهیرپیل شو. د دې طرحې بل پړاو به چې له مخې د غزې لپاره د سولې یو بورډ او د ثبات نړیوال ځواک رامنځ ته کیږي، د ملګروملتونو د پریکړه لیک له تصویبیدو وروسته عملي کیږي.