یو شمېر افغان سینګارګرې: پر کارونو تر بندیز وروسته له سختو کړاوونو سره مخامخ یو

عکس له ارشیفه

یو شمېر افغان سینګارګرې وایي، پر کارونو او فعالیتونو یې د طالبانو حکومت لګول شويو بندیزونو له سختو کړاوونو سره مخ کړې دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې د دې بندیز له لګېدو راهیسې ډېری یې بې کاره شوي او ځینې هغه یې چې کار کوي له وېرې، تهدید او حتی زنداني کېدو سره مخ شوې دي.

دوی شکایت کوي په داسې حال کې چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي او په دې برخه کې یې لوړې پانګونې هم کړې وې، اوس ورته حتی د درې وختونو خوړو برابرول سخت شوي دي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې پر سینګارتونونو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن والمنکر وزارت لخوا د بندیز له لګولو مخکې د درېیو سینګارتونونو او د ښکلا سالونونو مشره وه چې اوس نه یوازې دا، بلکې په خبره یې ۱۲ نورې ښځینه کارکوونکې یې هم له بدو اقتصادي او بشري شرایطو سره مخ دي.

دې مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ادعا کوي چې د ارایشګرۍ له امله یې حتی درې ځلې د طالبانو حکومت لخوا بندي شوې ده: "یو ځل مې په همدې اړه یو ګروپ کې غږیز پیغام ایښی و چې امر بالمعروف کسان راغلل، ۲۷ شپې یې بندي کړې وم، بیا په دوهم ځل د شپږو ورځو لپاره یوړم او سزا یې راکړه، په درېیم ځل چې ارایشګاه ته تلم او پېرېدونکې مې راتلې، بیا دوی راغلل او ۱۴ شپې یې بندي او جزایي کړم، درې ځلې د ارایشګرۍ په جرم بندي شوم، اوس له وېرې کله کور کې کار کولای شم چې پېرېدونکې مې زنګ هم راوهي وایم کار نه کوم، ښځې زښته زیاتو کړاوونو سره مخ دي، زه خپله شخصا اوس د یوې مړې ډوډۍ موندلو لپاره هم له سختو ستونزو سره مخ یم."

د فراه ولایت یوه اوسېدونکې او سینګارګره چې په خبره یې له تېرو اووه کلونو راهیسې له ۱۵ نورو مېرمنو سره یې په ګډه په دې برخه کې کار کاوه، هم اوس اوزګاره او له ورته شرایطو شکایت کوي.

دې هم د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له هغه وخته چې طالبانو محدودیت ولګاوه، زموږ صالون په بشپړ ډول بند شو، فعلا موږ ټولې بې کاره یو، موږ سره ۱۲ ښځې وې چې ټولې یې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې وې، اوس چې ټولې بې کاره یو ژوند زښته زیات سخت شوی دی، دا اوس چې موږ له کومو شرایطو سره مخ یو، کاملا نهیلي شوې یو."

خو په کابل کې ځینې سینګارګرې مېرمنې وایي چې د خپلو کورنیو د نفقې ګټلو لپاره د ټولو خطرونو په منلو او په پټه مجبوره دي چې په کورونو کې کار وکړي.

د دې ښار یوې اوسېدونکې او سینګارګرې تمنا چې په دې برخه کې له ۲۰ زیاتو کلونو تجربه لري، ازادي راډیو ته یې وویل چې د خپل کار له امله له وېرې او تهدید سره مخ ده: "هغه وخت چې زموږ صالون پرانیستی و، د خپلې کورنۍ ټول مصارف مو پوره کولای شول، اوس خو لومړی کار نه شو کولای، که یې وکړو هم له سختو شرایطو سره مخ کېږو، ځکه چې موږ فعلاً د دولت (طالبانو) د قانون خلاف او په کور کې په پټه کار کوو، پخوا راسره شاوخوا ۱۵ نورو نجونو او ښځو هم کار کاوه، خو اوس وېرېږي کار نه شي کولای، زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته په ټولو برخو کې بېرته ونډه او حق ورکړل شي."

د طالبانو حکومت د خپل مشر ملا هبت الله د یو حکم له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د ښځینه ارایشګرو فعالیتونه بند کړل او سینګارتونونه یې وروتړل.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د دې مېرمنو د شکایتونو او غوښتنو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پخواني ویاند عاکف مهاجر هغه مهال د دې پرېکړې ننګه کړې وه او ادعا یې کړې وه چې حکومت یې دا پرېکړه د شریعت په رڼا کې او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو کړې ده.

د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې د معلوماتو له مخې، د دغه حکم له مخې، په ټول افغانستان کې ۱۲ زره سینګارتونونه وتړل شول چې شاوخوا ۵۰ زره مېرمنو په‌کې کار کاوه.

د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز یوازې پر سینګارګرو مېرمنو نه دی، بلکې دوی په ټوله کې په ډېریو برخو کې ښځې له کار کولو منع کړې دي.

افغان ښځې له کار سربېره ان له تعلیم او تحصیل هم محرومې دي چې دغه وضعیت تل کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي او د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه په زیاتېدو دي.

خو طالبانو د خپلو دغو او داسې ډېری نورو بندیزونو ننګه کړې او تر اوسه یې هېڅ بدلون نه دی راوستی.