د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه نژدې شپاړس زره افغان کډوال چې له هغه هیواده ایستل شوي و، بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرخپل ایکس پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې د عالي کمیسیون د دارالانشاء شمیرې خپرې کړي چې له مخې یې د دغو نویو ستنوشویو ډیره برخه یعنې نژدې ۹ زره پر تورخم را اوښتي. نورڅه کم ۶ زره د کندهارد سپین بولدک او نژدې زرتنه د هلمند د بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دغه لړۍ وروسته له هغې تیزه شوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې وشوې. پاکستاني چارواکو ویلي چې له افغانستان سره لویې لارې یې یوازې د هغو افغان کډوالو پرمخ پرانیستي چې پاکستان یې له خپلې خاورې باسي او افغانستان ته یې لیږي.