یوه بله ډله هغه افغانان چې له مخکې په جرمني کې منل شوي، نن سې شنبې په یوه مسافروړونکې الوتکه کې د اسلام آباد له هوایي ډګرڅخه د جرمني پر لور روان شول. د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې دغه افغانان چې شمیر یې ندی ښودل شوی، لومړی د ترکیې استانبول او له هغه ځایه د جرمني هانوور ښار ته رسیږي.
دا لیږد د جرمني د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې په ځانګړي ډول د زیانمنونکو افغانانو، لکه د پخوانیو سیمه ایزو کارکونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو د خوندیتوب او ملاتړلپاره ځانګړې شوي دي. ډیری افغان کورنۍ په اسلام آباد کې له میاشتو او کلونو راهیسې جرمني ته د تلو انتظارباسي. د جرمني د محافظه کارانو په مشرۍ ایتلافي حکومت په تیره می میاشت کې د ځانګړي زیان منونکو افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې پروګرام وځنډاوه. خو له دې سره سره یوشمیر افغانانو ته چې په جرمني کې د میشتیدو لپاره په محکمو کې یې دعواوې وړي، تراوسه ویزې ورکول کیږي.
د جرمني د حکومت په وینا، شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې جرمني ته د تلو مستحق پیژندل شوي یا ورته د منلو ژمنې ورکړل شوي، تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.