تر راتلونکي نړیوال شل اوریز جام وروسته د ملي ټيم مشر روزونکی جاناټن ټراټ له افغان لوبډلې سره مخه ښه کوي

د کرکټ د ملي ټيم روزونکی جاناټن ټراټ

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د راتلونکي کال تر شل اوریزو نړیوال جام وروسته د کرکټ د ملي ټيم د سر روزونکي جاناتن ټراټ دنده پای ته رسیږي.

کرکټ بورډ په یوه بیان کې لیکلي: "د مشر روزونکي جوناتن ټراټ دوره به په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو نړیوال جام وروسته پای ته ورسیږي، چې ټاکل شوې ده په فبروري کې ترسره شي."

بورډ لیکلي د ملي لوبډلې د راتلونکي پړاو او لا زیاتې ودې په هدف یې دا پریکړه کړې ده.

جاناټن ټراټ د افغانستان د کرکټ بورډ تر اعلان وروسته په یوه بیان کې ویلي: "زه په هغه څه ویاړم چې موږ په ګډه ترسره کړي دي، او زه به تل د افغان کرکټ ملاتړی پاتې شم. زه هیله لرم چې ټیم او افغانان په راتلونکو کلونو کې هم بریالي وي"

ټروټ له راشدخان سره

د انګلستان پخوانی نړیوال لوبغاړی جاناټن ټراټ د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د مشر روزونکي په توګه ګمارل شوی وو.

جاناټن ټراټ ابراهیم ځدراڼ ته د تمرین ورکولو پر مهال

د هغه په روزنګرۍ کې افغان لوبډلې د تیر کال د شل اوریزو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ورسېد.

همدارنګه د ټراټ په مشرۍ افغان لوبغاړي وتوانېدل چې په تېرو څو کلونو کې د انګلستان، اسټرالیا، پاکستان، نیوزیلند، جنوبي افریقا او ځینې نورې لوبډلې ماتې کړي. پخوا به افغان لوبډلې له اکثرو دغو ټیمونو سره ډېرې نږدې لوبې کولې خو ماته یې نه وه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ لا د جاناټن ټراټ د ځای ناستي د ټاکنې په اړه جزییات نه دي ورکړي او دا یې نه ده روښانه کړې چې څه وخت به د هغه د ځای ناستي د ګمارلو اقدام کوي.