د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ریختر په کچه ۶ عشاریه ۳ درجې زورورې زلزلې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
سمنګان او بلخ هغه ولایتونه یاد شوي چې له نورو سیمو ډېر ځپل شوي دي، خو بغلان، کندز او بدخشان هم زیانمن شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د نن ماسپښین تر دوه بجو پورې لږ ترلږه ۲۷ کسان مړه شوې او ۷۳۳ نور ټپیان شوي دي.
مزارشریف کې یوه ټپي ښځه روغتون کې
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان مخکې د ۲۰ کسانو مړینه او د ۵۳۴ نورو ټپیانیدل تایید کړي وو خو اندېښنه یې ښوولې وه چې ارقام د بدلېدو په حال کې دي.
نوموړي ویلي د سمنګان په خلم او د بلخ په شولګرې ولسوالیو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي د تلفاتو په شمېر کې بدلون راشي.
نوموړي زياته کړې، چې يو شمېر برسېرن ټپيان شخصي روغتونونو ته وړل شوي او د ځينو په سيمه کې درملنه شوې ده.
Your browser doesn’t support HTML5
بلخ او سمنګانو کې مرګونې زلزلې لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي
یو شمېر زلزله ځپلي وايي زلزله شدیده او دوامداره وه ځکه یې پراخه ویجاړۍ تر شاه پرېښودې.
د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ اوسېدونکي نصرالله ازادي راډيو ته وویل چې په دې زلزله کې یې میرمن مړه شوې ده.
د شپې زلزله ډېره شدیده وه، زه راووتم، دلته ولویدم، د خونې د راپریوتو له امله مې ښځه شهیده شوه، ډېر بد وضعیت وو، ژوند مې تبا او برباد شو، میرمن مې امیندواره وه، شهیده شوه، موږ ډېر بې وزله خلک یو.د سمنګان اوسیدونکی
د ګاونډي ولایت بلخ د شولګرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فیض الله ازادي راډيو ته وویل:
«د شپې زلزله ډېره شدیده وه، موږ ویده وو، یو ناڅاپه شور جوړ شو، موږ منډې کړې، او ځانونه مو وویستل خو کور مو ونړیده، شکر څوک مو خوږ شوي نه دي، خو شاوخوا یې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده، برښنا هم نه وه او وضعیت ډېر خراب وو.»
دا زلزله بیګاه نږدې یوه بجه وشوه.
د امریکا د جیولوژیکي څېړنو ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۳ درجې یاد کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د مزار شریف ښار ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.
په همدې حال کې د کندز روغتیايي چارواکو کورنیو رسنیو ته ویلي چې د دغه زلزلې له امله دوی ته ۴۲ تنه ټپیان وروړل شوي چې ځینې یې له درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او اته تنه یې لا هم په روغتون کې بستري دي.
د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوال مولوي عبدالرشید رشاد بیا طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت راډيو ته ویلي چې د دې ولسوالۍ په چوګاني سیمه کې د تېرې شپې د زلزلې له امله ۸۰۰ کورونه په بشپړ یا هم په نسبې ډول زیانمن شوي دي، خو نوموړي دغلته د سر د زیان په اړه څه نه دي ویلي.
د بغلان یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته ویلي چې د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې هم د دې زلزلې له امله خلک زیانمن شوي خو د دقیقو شمېرو په اړه یې معلومات نشته.
دغه زلزلې د ازبیکستان او تاجیکسان د وارداتي برښنا هغه مزي هم پرې کړي چې د کابل په ګډون څو ولایتونو ته برښنا ورکوي.
د افغانستان په شمال کې د مرګونې زلزلې په تړاو ګڼو نړیوالو سازمانونو او بهرنیو هېوادونو له افغانانو سره د خواخوږې پیغامونه شریک کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د پېښې په لومړنیو ساعتونو کې یې د بیړنیو مرستو ټیمونه سیمې ته ولیږل او زیانمنو ته ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې کوي.
اروپايي ټولنې هم ویلي چې دوی په دې سختو حالاتو کې له افغانانو سره دریږي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه بیان کې ویلي چې مزارشریف ته نږدې په دې مرګونې زلزله کې د خلکو په مړینې او ژوبلېدو خواشینی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي په اېکس په یو پیغام کې لیکلي چې دوی د افغانانو سره ولاړ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپله اېکس پاڼه اعلان کړی چې دوی د نورو بشري مرستندویو بنسټونو سره یوځای د افغانستان د شمال د زلزلهځپلو سیمو ته د ژغورنې ډلو د استولو او د بېړنیو مرستو د پیلولو په حال کې دي.
په کابل کې د ایران او جاپان سفارتونو هم له زلزله ځپلو سره غمرازي کړې او په بیلابیلو بیانونو کې یې ویلي د افغانستان له چارواکو سره به له سلا مشورو وروسته د زلزلې اغیزمنو سیمو ته مرستې ورسوي.
دا په روان میلادي کال کې دوهمه خونړۍ زلزله ده چې سلګونه کورنۍ زیانموني.
له دې وړاندې د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱ مه د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول کونړ مرګونې زلزلې وځپه چې له امله یې د رسمي شمېرو له مخې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان او دغه راز سلګونه کسان بې کوره شول، چې لا هم ګڼ شمېر اغیرمن کسان په خیمو کې له سرپنا پرته ژوند تېروي.