بلخ او سمنګانو کې مرګونې زلزلې لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ماسپښین تر ۲ بجو پورې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۳۳ نور ټپیان شوي دي.
تر ټولو ډیر زیانمن شوي ولایتونه سمنګان، بلخ او بغلان دي.
د تیرې شپې د زلزلې د مرګژوبلې شمیر د بدلېدو په حال کې دی.
د طالبانو چارواکي وايي چې دوی هڅه کوي په وخت درملنه وکړي.
جزییات صفي الله ستانکزی وړاندې کوي