نتنیاهو: که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، د ځان د دفاع له حق څخه به کار واخلي

د اسراییل صدر اعظم

د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، اسراییل به د تیر کال د اوربند تړون له مخې د ځان د دفاع له حق څخه کار واخلي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د نومبر لومړۍ) د اسراییلو د کابینې په غونډه کې حزب الله ډله تورنه کړه چې خپلې وسلې بیا رغوي او بیا وسله جوړوي.

حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.

نتنیاهو زیاته کړه چې که لبنان د خپلې خاورې د نوي جبهې د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي نو اسراییل به د اړتیا په صورت کې اقدام وکړي.

له بلې خوا، د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز پرون ټینګار وکړ چې د لبنان حکومت باید د حزب الله د بې وسلې کولو او د لبنان له سویل څخه د دې ډلې د لرې کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړي.

یوه ورځ وړاندې، د لبنان د روغتیا وزارت راپور ورکړ چې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د حزب الله څلور غړي یې وژلي دي.