تر ټولو ډیر زیانمن شوي ولایتونه سمنګان، بلخ او بغلان دي. د تیرې شپې د زلزلې د مرګژوبلې شمیر د بدلېدو په حال کې دی.
Your browser doesn’t support HTML5
بلخ او سمنګانو کې مرګونې زلزلې لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي
د طالبانو چارواکي وايي چې دوی هڅه کوي په وخت درملنه وکړي.
د زلزلې له کبله د مزار شریف- کابل لویه لار هم د سمنګان ولایت په تاشقرغان تنګي کې د ډبرو ښوېدو له کبله بنده شوې ده.
د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه درې درجې زلزله بیګا شاوخوا یوه بجه وشوه چې مرکز یې مزار شریف ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.
رویټرز د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په حواله ویلي چې زلزلې تر ډیره بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم ویلي چې روغتیایي ټیمونه یې د چمتوالي په حالت کې دي.
پخواني معلومات:
په دې اړه نور: افغانستان کې زلزله ( د پام وړ تلفاتو احتمال شته او ناورین په احتمالي توګه پراخ دی)