د طالبانو وسله والې ډلې چې له اسلام څخه په خپل افراطي تفسیر شهرت لري، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې یو ځل بیا واک ته ورسېده، خو د نړیوال مشروعیت لپاره یې زیارونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
سره له دې چې په تیرو څلورو کلنو کې یواځې روسیه وه چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت وپیژندله خو طالبانو وکولای شول چې په عمل کې ځان په نړیوالو ومني.
په کاناډا کې د اسیا پاسیفیک د مطالعاتو د بنسټ څیړونکی مایکل کوګلمن وايي " نړۍ منلې چې طالبان د پاته کیدولپاره راغلي دي. "
د طالبانو اوسنی وضعیت تر هغه څخه چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د دوی د لومړۍ دورې د حاکمیت وو، یو مخ مختلف دی.
هغه مهال طالبان له داخلي مقاومت سره مخامخ او پر نړیوال کچه منزوي ول.
کوګلمن وايي : " له کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ستانه شول ښودلې یې ده چې غواړي او کولای شي چې مشروعیت ترلاسه کړي. "
د سیاسي وضعیت بدلون
د چین او روسیې په څیر د سیمه ایزو قدرتونو په شمول څه باندې ۱۲ هیوادونه په کابل کې سفارتونه لري او ځینو هیوادونو د طالبانو دیپلوماتان منلي دي. ان یوشمیر لویدیځو هیوادونوهم طالبانو سره تماسونه نیولی دی.
دغه تماسونه د داعش د خراسان ډلې د ګواښ پر وړاندې او خپل هیواد ته د هغو افغان کډوالو د بیرته ستنولو لپاره چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي، دعملي تګلارو په ترځ کې شوي دي.
په لندن کې د چتم هاوس ادارې څیړونکی حمید حکیمي وايي: " په اروپا کې، د افراطی ښي لاسو ګوندونو لخوا داخلي زیاتیدونکی فشار شته چې خپل هیواد ته د هغو افغان کډوالو ستنول غواړي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. اروپايي هیوادونه نه شي کولی چې د طالبانو له رژیم سره له هماهنګۍ پرته دغه پناه غوښتونکي اخراج کړي."
اتریش یوه اونۍ مخکې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره یو افغان خپل هیواد ته ستون کړ او جرمني هم تیر کال لومړی لویدیځ هیواد و چې د افغانانو د ستنولو لړۍ یې بیا پیل کړه.
اروپايي اتحادیې هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د طالبانو له حکومت سره یې "اکتشافي تماسونه " پیل کړي چې د دوی " نیت او شرایط" وارزوي او د رد شویو کډوالو د ستنولو لپاره تسهیلات ترلاسه شي.
په عین حال کې اروپايي هیوادونو ، دافغانستان سفارتونه چې تراوسه د پخواني حکومت د دیپلوماتانو لخوا اداره کیدل تړلي او طالب چارواکو ته اجازه ورکړې چې د دیپلوماتیکو استازولیو کنترول په لاس کې واخلي.
حمید حکیمی وايي : "په اروپا کې دا ادراک شته چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی دی او د افغانستان د پخواني حکومت بیا راژوندی کول بعیده ده. "
طالبانو سره د لویدیځو هیوادونه تماسونو د بشري حقونو د ملاتړو ډلو سخت غبرګون راپارولی دی.
طالبان واک ته له ستنیدو وروسته له محکمې پرته د خپل سریو اعدامونو په شمول د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن شوي دي.
د جرایمو نړیوالې محکمې څو میاشتې مخکې د طالبانو د څومشرانو د توقیف امر صادر کړ او دوی یې د ښځو او نجونو په ځورونې او ځپلو تورن کړل.
د مشروعیت زیاتوالی
په داسې حال کې چې طالبانو خپل بهرنی مشروعیت پیاوړی کړی خو په کور دننه مشروعیت لپاره یې زیارونه ترډیر بریده ناکام پاته شوی دی.
طالبانو پیل کې هڅه وکړه چې خپل ځان په یوه معتدله بڼه څرګند او دافغانانو اندیښنې لیرې کړي خو په خپلو ژمنو یې عمل ونکړ او دښځو په حقوقو او ازادي یې سخت محدودیت وضع کړ، له مخالفینو سره یې ځیږ چلند ته مخه کړه او واک یې ټول انحصار کړ.
خو طالبان اوس د ۱۹۹۰ کلونو په څیر کوم داخلي جدي ګواښ سره مخامخ نه دي او خپله واکمني یې ټینګه کړې ده .
بهرنیو دښمنانو سره شخړې او لانجې د طالبانو د کورني مشروعیت په ګټه تمام شوي دی.
د روانې میلادی میاشتې پیل کې، په کابل باندې د پاکستان له هوايی برید وروسته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمینځ درنې جګړې وشوې .
د دغو هوايی او ځمکنیو بریدونو په ترځ د دواړو خواوو لسګونه کسان ووژل شول.
دغه نښتې ددواړو خواوو ترمینځ ترټولو خونړۍ هغه وي او امکان یې درلوده چې د بشپړې جګړې بڼه غوره کړي.
خو د قطر او ترکیې د منځګړیتوب په پایله کې په اوربند موافقه وشوه.
او ټاکل شوې چې دا خبرې په استانبول کې ادامه ولري.
کوګلمن وايي : "طالبانو له دغه کړکیچ څخه دکورني او بهرني مشروعیت د ترلاسه کولو په اړه د پام وړ لاس ته راوړنې درلودې. "
طالبانو وکولای شول چې د پاکستان په وړاندې پوځي اقدام سره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او په دې چې کړکیچ یې په داسې یو توافق چې دنړیوال مینځګړیتوب په وسیله وشو ختم کړ سیاسي امتیاز ترلاسه کړ.
کوګلمن وايي : " پرته له شکه چې دا د طالبانو لپاره یو بری ځکه وو چې ویی کولای شول دخپل یو اصلي هدف په لور چې کورنی اوبهرنی مشروعت دی د پام وړ پرمختګ ولري. "