د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په یو خبر کې د چارواکو له قوله لیکلي دي چې دا دروازه یوازې د کرښې بلې غاړې ته د ایسار کډوالو پرمخ پرانستل شوې او تر بلې خبرتیا پورې دې مسافر تورخم ته له ورتګ ډډه وکړي.
خو د کرښې دواړو غاړو ته پراته اوسېدونکې د دې دروازې د دایمي خلاصون غوښتنه کوي.
دوی وايي په تېرو شلو ورځو کې چې دا دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې له امله یې دواړو لوریو ته پراته خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د ننګرهار یوه اوسېدونکي حذیفه زاهد ازادي راډيو ته وویل چې مور یې ناروغه ده او باید پېښور ته یې ډاکتر ته یوسي خو په خبره یې د لارې د بندیدو له امله نه شي کولای.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل نه یوازې دا بلکې په سلګونه نور کسان هم له ورته ستونزې سره مخ دي.
«دې خوا ناروغان دي چې باید لاړ شي او درمل واخلي او ډاکترانو ته وښودل شي، له هغې اړخه د قبایلو محصلین دي چې دلته زده کړې کوي هغوی هلته بند پاتې دي، دواړو غاړو ته ایسار خلک په هوټلونو کې سختې شپې تېروي له یوې خوا یې مالي تاوان کیږي او له بلې خوا یې وخت صایع کیږي.»
د کډوالو له کډو ډکې لارۍ او موټرې
د کرښې بلې غاړې ته د لواړګي یو اوسېدونکې صدیق افریدی وايي د لارو بندښت دوی ته تر هرچا ډېر زیان رسولی دی، ځکه په خبره یې د دوی روزي له همدې دروازې ده او دا چې له تېرو شلو ورځو راهیسي تړلې ورسره ټول کاروباریان بې روزګاره شوي دي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د تورخم په ګډون دې د کرښې په اوږدو کې ټولې پرتې دروازې د سیاست قرباني کیږي نه بلکې د هر ډول ستونزو د پېښېدو پر مهال باید دروازې پرانستې پاتې وي.
«د تېرو شلو ورځو نه چې لاره بنده ده، دواړو غاړو سوداګرو ته یې ډېر زیانونه رسولي دي، زموږ غوښتنه داده چې دا دروازه یې په سیاست پورې نه تړل کیږي او د ستونزو پر مهال دې د سوداګرۍ لپاره دروازه پرانستې وي ځکه دواړو غاړو ته د خلکو کاروباونه خرابیږي همدا اوس دلته کار روزګار خراب شوی دی.»
د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې سلګونه افغانې کورنۍ تورخم ته نږدې افغانستان ته د اوښتو په انتظار وې.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې سفارت په یوه اعلامیه د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، داسې مهال چې لارې تړلي او د کډوالو نیول او اېستل دوام لري، دا به پراخ انساني ناورین رامنځته کړي.
دغه سفارت د اکتوبر په ۳۰ مه په یو ویډیو بیان کې ویلي ووچې له جمرود تر تورخم پورې شاوخوا ۴۰۰ باروونکي موټرونه چې کډوال په کې او کډې په کې بار دي بند پاتې دي.
دغه سفارت ویلي چې په دې کډوالو کې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان هم شامل دي.
افغانستان ته تلونکو په لارو کې ایسار پاتې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي وو ډیری کورنۍ چې ماشومان هم ورسره دي له بنسټیزو اسانتیاوو پرته په سړه هوا کې په شپو شپو په لارو کې بندې پاتې دي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویلي که څه هم د پاکستان حکومت په وار وار ډاډ ورکړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې دروازې به د هر ډول سیاسي مسایلو پر مهال نه تړل کیږي خو د دوی په خبره دغه هیواد په دې برخه کې په خپلو ژمنو نه ودریږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه د اکتوبر په ۳۱ مه د خیبر نیوز په نوم له یوه پاکستاني ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي چې له همدې امله د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد فضا له منځه تللې ده.
د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې ځمکنۍ لارې د اکتوبر په یولسمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اکتوبر د لسمې د شپې ناوخته له نښتو ورسته د سوداګرۍ، ترانزیت او هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوې، چې له امله یې دواړو لوریو سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه واړول.
که څه هم د اکتوبر په ۱۹ مه په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ناستې پر مهال چې په سم لاسي اوربند په کې موافقه وشوه فکر کېده چې لارې به هم خلاصي شي خو وروسته د اکتوبر په ۲۵ مه په استانبول کې د طالب او پاکستاني پلایو ترمنځ په خبرو کې هم د لارو د خلاصون په اړه کومه هوکړه ونه شوه اوس خلک تمه لري چې د روانې نومبر په ۶ مه په استانبول کې کېدونکي مذاکرات ښايي د لارو د خلاصون او د ستونزو د پای ته رسېدو لامل شي.