ملګروملتونو د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د لانجي د هواري لپاره د ترسره شویو خبرو پرناکامه کیدو اندیښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري بیا جګړې ته مخه نکړي. پاکستاني جګپوړو چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د استانبول خبرې ناکامه شوې او پړه د افغانستان پرلوري واچوله.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون چهارشنبې په نیویارک په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامه کیدو ته اندیښنه لري، وویل، چې البته دا سازمان اندیښمن دی او زیاته یې کړه چې سره له دې چې دا خبرې له خنډ سره مخ شوي خو دوی بیاهم ډیرهیله من دي چې نښتې به له سره پیل نشي. د دغو خبرو له ناکامه کیدو وروسته پاکستاني چارواکو ګواښ وکړچې د دواړو لورو ترمنځ د لانجې د هواري لپاره خبرو نتیجه ورنکړه او نافذ شوی اوربند له خطرسره مخ دی. د طالبانود حکومت چارواکو تراوسه د استانبول د خبرو او د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي څه ندي ویلي.