ملګري ملتونه: هیله من دي چې د استانبول د خبرو له ناکامه کیدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښتې بیا پیل نشي

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ترکیې په استانبول کې د طالبانو د حکومت له پلاوي سره د دوی د خبرو په ناکامه کیدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټینګ شوی اوربند له خطرسره مخامخ دی.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ وویل: « په خبرو کې هیڅ عملي حلا لاره ترلاسه نشوه. »

طالبان د دې لپاره چې په قدرت کې پاتې شي او خپل د جګړې اقتصاد وساتي، په څه ډول افغانستان یوې بلې شخړې ته ټیل وهي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د دغو خبرو د ناکامه کیدو په خاطر یوځل بیا طالبانو ته د سختې غچ اخیستنې خبرداری ورکړاو هغوی یې تورن کړل چې د ده په خبره « اقتصادي جګړه » مخ ته وړي.

هغه پرون چهارشنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي، طالبان د دې لپاره چې په قدرت کې پاتې شي او خپل د جګړې اقتصاد وساتي، په څه ډول افغانستان یوې بلې شخړې ته ټیل وهي. هغه طالبانو ته په اشاره ویلي چې دی په ډاډ ویلی شي چې پاکستان به ان دې ته اړنشي چې د طالبانو د له مینځه وړلو او بیرته سمڅو کې د هغوی د پټیدو لپاره د خپلو ټولو وسلو له یوې برخې هم کار وانخلي. د پاکستان دفاع وزیرافغان طالبانو ته دا ګواښ داسې مهال کوي چې تراوسه په کوردننه د پاکستاني طالبانو په ماتولواو د هغوی د حملو په مخنیوي کې پاتې راغلی. نوموړي له دې مخکې ګواښ کړی وچې که خبرې ناکامه شي نو پاکستان به له افغانستان سره ښکاره جګړه پیل کړي. د هغه دې څرګندونو ته په اشاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سې شنبې په ورځ آریانا نیوز، د افغانستان خصوصي رسنۍ ته ویلي، افغانستان به هر برید داسې ځواب کړي چې د ده په ټکو هغه به "پاکستان ته د عبرت درس او نورو ته پیغام" ورکړي.

ښاغلي قانع زیاته کړه: "دا سمه ده چې موږ اټومي وسلې نه لرو، خو نه ناټو او نه هم متحده ایالات توانیدلي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې سره سره دا هیواد تر خپل کنټرول لاندې راولي."

د طالبانو د حکومت جګپوړو چارواکو تراوسه د پاکستاني چارواکو د دغو تندو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون ندی ښودلی او نه یې هم د استانبول د خبرو په اړه څه ویلي خو د دوی ترکنټرل لاندې ملي ټلویزیون پرون چارشنبې وویل چې د پاکستاني لوري د "غیرمنطقي غوښتنو " له امله د استانبول په دې خبرو کې پرمختګ ندی شوی.

ملي ټلویزیون چې د طالبانو سیاست منعکسوي، په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې په دې خبرو کې پاکستاني لوري له افغانستان څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تضمین ورکړي. د افغانستان پلاوي بیا ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، خو د افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان، یا د کوم بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د افغانستان یوشمیررسنیو ویلي چې خبرې ځکه له خنډ سره مخ شوې چې پاکستان لیواله ندی چې په افغانستان کې د امریکا له خوا د ډرون الوتکو د عملیاتو لپاره له خپلې خاورې د کاراخیستو اجازه لغوه کړي.

دوی بیاهم ډیرهیله من دي چې نښتې به له سره پیل نشي.

په عین حال کې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون چهارشنبې په نیویارک په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامه کیدو ته اندیښنه لري، وویل، چې البته دا سازمان اندیښمن دی او زیاته یې کړه چې سره له دې چې دا خبرې له خنډ سره مخ شوي خو دوی بیاهم ډیرهیله من دي چې نښتې به له سره پیل نشي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان په اړه د پاکستاني لوړپوړو چارواکو وروستۍ څرګندونې له یوبل سره په ټکرکې بللي او پرون چهارشنبې ناوخته یې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي: «ايا د پاکستان د کورنيو چارو وزير نقوي او د دفاع وزير آصف د ښه پوليس او بد پوليس لوبه کوي؟ یا نقوي ډیر هوښيار او پوهیږي چې له افغانستان سره جګړه پيلول د پاکستان په ګټه نه ده او هغه به ډیره بې پروایي وي؟ هر دليل چې وي، هغه سم دی: دلته ډيپلوماسي يوازينۍ عاقلانه لار ده.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سې شنبې په ورځ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استانبول کې وروستۍ خبرې “رغنده” بللې وې او ټینګار یې کړی و چې اختلافات باید د سوله‌ ییزو خبرو له لارې حل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د دغو خبرو هدف چې څلورورځې یې دوام وکړ، د هغه نازک اوربند ټینګښت وچې د اوکتوبرپه ۱۹ د قطر په پلازمینه دوحه کې ترلاسه شوی. د کابل او اسلام آباد ترمنځ روان کړکیچ له هغې وروسته لا زیات شوچې پاکستان د اوکتوبرپه نهمه په کابل او پکتیکا کې هوایي بریدونه ترسره کړل. د طالبانو حکومت چې دغه بریدونه یې د افغانستان د هوایي قلمرو نقض وباله، د غچ اخیستنې لپاره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان پرامنیتي پوستو پراخ بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې دواړو خواووکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کابل او اسلام آباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې پریوبل د تورونو لګولو له امله د دواړو لورو ترمنځ اړیکي ترینګلې شوي دي. پاکستان تورلګوي چې افغانستان هغو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې چې پر پاکستان بریدونه کوي، هغه تورچې کابل تل ردکړی دی.