د " افغانستان دوستانو" په نوم غونډه کې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وشو

د " افغانستان دوستانو" په نوم غونډه کې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وشو.

په ملګروملتونوکې د کاناډا ماموریت د سې شنبې په ورځ ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي: «موږ له افغانستان سره د دوامداره ملاتړ غوښتونکي یو او د دې هیواد له خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر خپل قوي ملاتړبیا ټینګارکوو. »

په دې اړه چې دا غونډه کله جوړه شوې وه، څه ندي ویل شوي خو ویل شوې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ او په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، د ړنګ شوي جمهوي نظام چارواکي نصیراحمد فایق هم ګډون کړی و.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنیدو وروسته له دې هیواد سره د نړیوالې ټولنې ډیری مرستې بندې شوي او د نجونو او ښځو لپاره د زده کړې، کار او د تګ راتګ په آزادۍ سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو څه باندې څلور کاله وروسته، له روسیې پرته د نړۍ بل هیڅ هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونوته درناوی او د یو ټول شموله حکومت جوړیدل د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو لپاره اساسي شرطونه ګڼل کیږي.