د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه چې وایي په استانبول کې خبرې ناکامه شوي، د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه څه ندي ویلي خو د دوی ترکنټرل لاندې ملي ټلویزیون وایي، د پاکستاني لوري د "غیرمنطقي غوښتنو " له امله پرمختګ ندی شوی.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ پرون سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو او هیڅ حللار ونه موندل شوه. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود.
که څه هم د طالبانو چارواکو تراوسه د دې غونډې او پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي خو د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون چې د طالبانو سیاست منعکسوي، په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې د پاکستاني لوري د "غیر منطقي غوښتنو " له امله پرمختګ نه کوي.
ویل شوي چې په دې خبرو کې پاکستاني لوري له افغانستان څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تضمین ورکړي. د افغانستان پلاوي بیا ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، خو د افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان، یا د کوم بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.
د ترکیې په ګډون چې د دې خبرو کوربنه وه، تراوسه پوري هیڅ لوري ندي ویلي چې ایا دواړه پلاوي بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي او که د خبرو د دوام په نیت بیاهم په استانبول کې دي.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې پریوبل د تورونو لګولو له امله د دواړو لورو ترمنځ اړیکي ترینګلې شوي دي. پاکستان تورلګوي چې افغانستان هغو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې چې پر پاکستان بریدونه کوي، هغه تورچې کابل تل ردکړی دی.