پاکستاني چارواکو پرون ناوخته اعلان وکړ چې په استانبول کې د دوی او طالب استازو خبرې ناکامه شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو.
ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ حللار ونه موندل شوه.
له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود.
خواحه اصف تېره شپه د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې هند د افغانستان له لارې د پاکستان خلاف نبابتي جنګ پیل کړی دی.
طالبانو تراوسه پورې د استانبول د خبرو د ماتې او د پاکستاني چارواکو د دغو نویو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سې شنبې په ورځ آریانا نیوز، د افغانستان خصوصي رسنۍ ته د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف وروستي خبرداري ته په اشاره چې ویلي و، که دواړه لوري یوې هوکړې ته ونه رسیږي نو دا "خلاصې جګړې" ته لار هوارولی شي وویل: هر برید به داسې ځواب شي چې د ده په ټکو هغه به "پاکستان ته د عبرت درس او نورو ته پیغام" ورکړي.
ښاغلي قانع زیاته کړه: "دا سمه ده چې موږ اټومي وسلې نه لرو، خو نه ناټو او نه هم متحده ایالات توانیدلي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې سره سره دا هیواد تر خپل کنټرول لاندې راولي."
د کابل او اسلام آباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې پریوبل د تورونو لګولو له امله د دواړو لورو ترمنځ اړیکي ترینګلې شوي دي. پاکستان تورلګوي چې افغانستان هغو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې چې پر پاکستان بریدونه کوي، هغه تورچې کابل تل ردکړی دی.