د ترکیې په لویدیځ کې تیرماښام تر یوې زورورې زلزلې وروسته نن سې شنبې سهار بیا په سیمه کې د زلزلې څوټکانونه احساس شوي دي.
د ترکیې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د تیرماښام زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶،۱ و او نن هم له زلزلې وروسته سیمه څو ټکانونو ولړزوله چې د یوه شدت یې ۴،۶ درجې و. د دې زلزلې مرکز د ترکیې په لویدیځ بالیکسیر کې د سیندیرګي سیمه وه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل چې د تیرماښام زلزلې د اپارتمانونو درې خالي بلاکونه او یوه هټۍ نړولي دي. د هغه په خبره د استوګنې دا ودانۍ د اګست په میاشت کې د مخکینۍ قوي زلزلې له امله چې یوکس پکې مړشوی، زیانمنې شوې وې او له هغه راهیسې پکې څوک نه اوسیدل.
د ترکیې د خاورې لویه برخه، په ځانګړې توګه استانبول د زلزلې پرکرښو پرته ده چې له امله یې پکې ډیرې زلزلې کېږي. په تیره اپریل میاشت کې هم د ریښترپه کچه ۶،۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه.