د ایران د بشري حقونو سازمان د ایران په یزد زندان کې د "مخدره موادو اړوند جرمونو" په تور د یو افغان وګړي د اعدام اعلان کړی دی.
سازمان په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې د اسلام میر سید په نوم یو افغان وګړی د تلې په ۲۹مه د یزد مرکزي زندان کې اعدام شو.
د سازمان په وینا اعدام شوی کس ۵۹ کاله عمر درلود، د لوګر د پل علم اوسیدونکی و او دوه کاله او اووه میاشتې وړاندې د خپل زوی سره د "مخدره توکو د قاچاق" په تور نیول شوی و.
ویل کیږي چې د اسلام میر سید ۲۱ کلن زوی احمد په ۹ کاله بند محکوم شوی دی.
د ناروې میشته د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ایران حکومت د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۰ افغان وګړي اعدام کړي دي.