د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا پرې شوي مزي له شاوخوا لس ورځو وروسته بیرته نښلول شوي دي.
د دغه شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر تیره شپه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د برښنا دغه لین یې له یوه لرې هېواده چې نوم یې نه دی یاد شوی، پیرلی او وصل کړی یې دی.
برښنا شرکت د تلې په ۲۴مه اعلان وکړ چې د ازبکستان د۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي د امو سیند پر سر سرحدي سیمه کې پرې شوي دي.
د دغه لین له پرې کېدو سره د پلازمېنې په ګډون ۱۱ ولایتونه د برښنا د شدیدې پرچاوۍ شاهدان وو.