د پاکستان پوځ وایي، پنځه پوځیان یې له افغانستان سره پر پوله په کورمه اجنسۍ او شمالي وزیرستان کې له وسله والو مخالفانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ماښام د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې دغو نښتو کې ۲۵ وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې اورپکي د افغانستان له خاورې ور اوښتي او د دوی په ټکو دغه کار د طالبانو د حکومت پر هغو ژمنو شکمن کړي چې ویلې یې دی، د افغانستان له خاورې هیچا ته خطر نه پیښېږي.
د طالبانو حکومت سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
د تاوتریخوالي دغه پيښه داسې مهال شوې چې د دواړو لورو پلاوي په ترکیه کې سره جرګه شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اوربند او نورو اړوندو مسلو خبرې وکړي.
نن د ستانبول د غونډې دریمه ورځ ده او ویل کیږي چې دواړو لورو یو بل ته د خپلو غوښتنو طرحې وړاندې کړې دي.