د پاکستان پوځ ادعا کوي چې شمالي وزیرستان کې له افغانستانه وسلوال ور اوښتي او جګړه یې کړې

CORRECTION-PAKISTAN-UNREST-NORTHWEST

د پاکستان پوځ وایي، د هغه هېواد امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په سرحدي سیمو کې د سلوالو دوه ډلې چې هڅه یې کوله له افغانستان څخه پاکستان ته ننوزي پېژندلي او مخنیوی یې کړی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون یکشنبه ( د لړم څلورمه) په یوه رسنیزه اعلامیه کې ویلي چې دغو نفوذي هڅو د ترهکرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د «افغانستان موقت حکومت» د نیت په برخه کې پوښتنې راولاړې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) ویلي چې د لړم په دویمه او دریمه د امنیتي ځواکونو لخوا د سخت دریځو د دوو لویو ډلو حرکتونه په سرحدي سیمو کې ثبت شوي او چې کله یې هڅه کوله له سرحد څخه تېر شي، په دوو جلا اقداماتو کې یې ورسره نښته کړې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، دغه نښتې د وزیرستان د کرمې په «غاکې» او د شمالي وزیرستان په «اسپنوم» سیمه کې رامنځته شوې دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دې دقیقو او هدفمندو عملیاتو کې، د هند تر ملاتړ لاندې د «فتنه الخوارج» په نوم ډلې ۲۵ جنګيالي له منځه تللي دي او دغه شان پنځه پاکستانی سرتېري هم وژل شوي دي.

پاکستانۍ چارواکي د «فتنه الخوارج» اصطلاح پاکستاني طالبانو ( ټي، ټي، پي ) ته کاروي.

هند په وار وار له ( ټي، ټي، پي ) د ملاتړ په برخه کې د پاکستان ادعاوې رد کړې دي.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویلي، دا نفوذي هڅې داسې مهال دي چې د پاکستان او افغانستان پلاوي په ترکیه کې په خبرو بوخت دي.

وړاندې راغلي چې اسلام‌اباد څو ځله د اعلامیې په ټکو د «افغانستان موقت حکومت» نه غوښتنه کړې چې د سرحدونو اغېزمن مدیریت یقیني کړي او د دوحې د تړون پر بنسټ، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

پاکستان مخکې هم ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) ډله د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د پوځ د اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او د پاکستان داخلي امنیت ټینګښت د هغه هیواد خپل مسؤلیت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوه ورځ مخکې په سیالکوټ کې یوې ناستې ته ویلي که د طالبانو حکومت سره ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي، پاکستان به د افغانستان پر ضد «ښکاره جګړه» پیل کړي.

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي چې «څرګندې جګړې» ته د پاکستان د دفاع وزیر ګواښ د «بشپړې بې‌ مسؤولیتۍ» نښه ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي شنونکي وایي چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات به د دغو هېوادونو د خلکو لپاره جدي منفي پایلې ولري.

د سیاسي چارو یو شنونکي عزیز معارج ازادي راډیو ته وویل:"پاکستان تل ادعا کوي چې ترهګر، لکه ټي ټي پي یا نورې ډلې په افغانستان کې دي، پاکستان ته ننوځي او عملیات ترسره کوي؛ خو طالبان یوازې شفاهي وايي چې دا ډلې په افغانستان کې نشته او هېڅ سند یې نه دی وړاندې کړی. هېڅ هیئت هم نه دی لېږل شوی چې وګوري ایا دا رېښتیا دي که نه، یو بل ملامتوي، د دواړو خواوو تر منځ داسې لوبې شته چې د دواړو ملتونو د کرکې لامل شوي دي."

د طالبانو او پاکستاني پلاوي خبرې چې د اکتوبر په ۲۵مه په ترکیه کې پیل شوي، نن یې درېیمه ورځ ده.

د طالبانو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو پلاوي خپله وروستۍ لیکلې مسوده پاکستانی پلاوي ته سپارلې ده، چې په کې د «افغانستان د ځمکني او هوايي حریم په نه سرغړونې» او د اوربند د تعقیب لپاره د څلور اړخیز چینل په جوړولو ټینګار شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې باخبره سرچینې بیا ازادي راډیو ته ویلي، پاکستان غوښتنه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي، تي، پي) او بلوڅو ازادي غوښتونکو پر ضد اقدام وشي، استخباراتي معلومات شریک شي، او د ډیورند کرښې څارنه ډېره شي.

د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ خبرو لومړۍ پړاو د اکتوبر په ۱۸مه په دوحه کې ترسره شو چې په ترڅ کې یې سمدستي اوربند رامنځته شو.

دا بهیر ورسته له هغې پیل شو چې طالبانو پاکستان د کابل د هوايی حریم په نقض او په پکتیکا کې په هوايي بریدونو تورن کړ، چې ورسته بیا د دیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر منځ شدیدې نښتې او مرګ‌ ژوبلې رامنځته شوې.