د ناروې د کډوالو شورا: د افغانستان په لویدیځ په تیره بادغیس کې بشري او اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړدی

AFGHANISTAN-CONFLICT/DROUGHT

د ناروې د کډوالو شورا ( این، ار، سي) د افغانستان په لویدیځ په ځانګړي ډول بادغیس کې د بشري او اقتصادي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي پرلپسې وچکالۍ د کرنې سکتور له منځه وړی او بې کاري او بې وزلي یې زیاته کړې ده.

این، ار، سي پرون شنبه د اکتوبر په ۲۵ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې د کډوالو ستنېدنې مخ په زیاتېدونکي شمېر دا بحران لاپسې ژور کړی دی.

یادې شورا ویلي د نړېوالو مرستو کمېدو د دې سازمان د ملاتړ وړتیا محدوده کړې او ټینګار یې کړې چې د افغانانو د ملاتړ لپاره بېړنۍ نړیوالې مرستې مهمې دي.

په همدې حال کې د زلمي په نوم د بادغیس ولایت د سنګ اتش ولسوالۍ یوه بزګر یکشنبه د اکتوبر ۲۶ مه ازادي راډيو ته وویل:

" په دې وروستیو څو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخ یو، یا شدید توفانونه راځي او زموږ کروندې له منځه وړي، په دې تېرو دوه کلونو کې باور وکړئ چې هر څه کرم بېرته یې خپل لګښت هم نه شم ترلاسه کولای، خواري مو هسې عبث ځي، دغه ستونزو واقعا د بزګرانو ژوند سخت کړی او ټول له زیان سره مخ دي."

د دې ولایت د مقر ولسوالۍ یو بل بزګر زاهدالله احمدي هم ورته ستونزه بیان کړه :

" سږ کال زموږ کرنیز محصولاتو سخته ضربه ولیده، وضعیت ډېر خراب دی، باور وکړئ زموږ ټول زحمتونه بې پایلې شول، هیڅ ګټه مو ونکړه، اوس هوا هم یخه ده او موږ بیکاره هم یو نه مو حاصل وشو او نه له کومې بلې خوانه عاید لرو."

په افغانستان کې د وچکالي ستونزه یوازې په بادغیس پورې اړوند نه ده بلکې د افغانستان په ډیری ولایتونو کې بزګران له سختې وچکالۍ کړیږي.

دغه شان له ګاونډیو هیوادونود کډوالو پراخه ستنېدنه په سیمه ییزو سرچینو یو بل فشار بلل کیږي.

د لغمان ولایت اوسېدونکي ثناګل چې تازه له پاکستانه ستون شوی ازادي راډيو ته وویل:

" دلته بې وزلي ډېره زیاته ده، کومې پیسې چې ( یو، این، ایچ، سی، ار) موږ ته راکړې وې هغه د موټر په کرایه کې لاړې، زموږ غږ څوک نه اوري، په دې کډوالو کې کونډې او یتیم ماشومان هم شته چې هیڅوک نه لري او نه کار کولای شي، بل خبره داده چې دلته بې روزګاري هم زیاته ده هیڅ نه پوهیږو څه وکړو.؟"

د جوزجان ولایت یوې اوسېدونکې چې تازه له ایرانه راستنه شوې او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

" موږ سره هیچا مرسته نه ده کړې، دلته کار هم نشته چې خاوند مې لاړ شي او هلته کار وکړي، نه ځای لرو او نه د خوړلو لپاره ډوډۍ، ماشومان مې ناروغان دي په ټول بدن باندې یې دانې راختلي خو موږ سره دومره وسه نشته چې ډاکتر ته یې یوسو."

دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د سم لاسي مرستې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د روانې اکتوبر په ۲۱ مه په یو راپور کې ویلي وو چې د تېرو پنځه کلونو پرلپسې وچکالیو د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او د روان ۲۰۲۵ کال وچکالي تر ټولو شدیده ثبت شوې ده.

له دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان ( اي او ایم ) هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان اوس مهال له درې ګونۍ ناورین سره مخ دی.

په افغانستان کې د دې سازمان ریس د تېرې سپټمبر په ۱۶ مه ویلي وو چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغانانو جبري راستنیدنه، د اقلیمي بدلون له امله رامینځته شوې وچکالي، او د مرستندویه ادارو لپاره د مرستو نشتوالی او کمښت درې هغه اصلي ننګونې دي چې افغانان ورسره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ( یو، این، ایچ، سی، ار) د تازه شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د سپتمبر تر پایه پورې ۲ عشاریه ۸ میلیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

نړیوالو سازمانونو ویلي له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکي افغانان داسې یو هیواد ته ځي چې لا دمخه بې وزلۍ او وچکالۍ سخت ځپلی دی.