PKK اعلان وکړ چې خپل ټول جنګیالي به له ترکیې څخه وباسي او د عراق شمال ته انتقال کړي

په ترکیه کې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) اعلان وکړ چې خپل ټول وسله وال به له ترکیې څخه وباسي او د عراق شمال ته به یې ولیږدوي. PKK همدارنګه له انقرې څخه غوښتنه کړې چې د سولې پروسې د ټینګښت لپاره اړین قانوني ګامونه پورته کړي.

PKK د یکشنبې په ورځ، د لړم یا عقرب په ۴ د عراق د کردستان سیمې په غرنۍ قندیل سیمه کې په یوه بیان کې وویل: "موږ له ترکیې څخه د خپلو ټولو ځواکونو ایستل پلي کوو."

دې ډلې یو انځور هم خپور کړ چې د اتو ښځو په ګډون پکې ۲۵ وسله وال ښکاري چې له ترکیې څخه دې سیمې ته رسیدلي دي.

PKK، چې سږکال یې په رسمي ډول خپله ۴۰ کلنه وسله واله شخړه پای ته ورسوله، په سوله ییز ډول د اوږدې مودې وسله وال بغاوت د پای ته رسولو لپاره، ډیموکراتیک سیاست ته مخه کړې ده. د ترکیې د حکومت په وړاندې د PKK په وسله والو شخړو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

دې ډلې همدارنګه له ترکیې څخه وغوښتل چې د هغې پروسې د پرمختګ لپاره اړین ګامونه پورته کړي چې شاوخوا یو کال دمخه د انقرې لخوا د دې ډلې د زنداني مشرعبدالله اوجلان له خوا د سولې د وړاندیز په ناڅاپي اعلان سره پیل شوې ده.