ټرمپ: د افغانستان او پاکستان شخړه ( ډېر ژر) هوارولی شم

ټرمپ د کولا لومپور په هوایي ډګر کې

داسې مهال چې د ترکیې په استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ د اوربند غځولو او پاکستان ته ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې روانې دي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو هیوادونو ترمنځ وروستیو تاوتریخوالو او نښتو ته په اشارې ویلي، کولای شي د افغانستان او پاکستان کړکیج "ډیر ژر" هواره کړي.

نوموړي نن د مالیزیا په کولالمپور کې د کمبوډیا او تایلنډ ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې وویل''دا یوه له ۸ جګړو څخه ده چې زما د ادارې په ۸ میاشتو کې پای ته ورسېدې. په اوسط ډول هره میاشت یوه جګړه درول شوې. یوازې یوه جګړه پاته ده، که څه هم ما اوریدلي چې افغانستان او پاکستان هڅې پیل کړي دي. زه کولای شم ژرتر ژره دا هواره کړم. زه په دې اړه پوهیږم. د پاکستان صدر اعظم او فیلډمارشال یې لوی کسان دي، زه شک نه لرم، دا کار به ژر تر ژره وشي. ''

که څه هم ما اوریدلي چې افغانستان او پاکستان هڅې پیل کړي دي. زه کولای شم ژرتر ژره دا هواره کړم
ډونالډ ټرمپ

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې په استانبول کې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ د اکتوبر په ۲۵ مه پیل شوې خبرې نن د دوهمې ورځې لپاره هم روانې دي.

سرچینو ویلي چې دا خبرې به درې ورځې جریان ولري.

که څه هم پاکستاني لوري تراوسه په دې ناسته کې د شویو او کېدونکو خبرو په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو تر واک لاندي ملي راډيو ټلویزیون په یو بیان کې ویلي چې افغان لوري پاکستاني پلاوي ته خپله نهايي شوې مسوده په لیکلي بڼه سپارلې ده.

ملي راډيو ټلویزیون په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې چې نن د اکتوبر په ۲۶ مه یې خپور کړی لیکلي "په دې مسوده کې په دې تمرکز شوی، چې پاکستان د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان په ضد هېڅ ډلې يا مخالف ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان خاروه زموږ هيواد په ضد وکاروي. همداراز چمتووالی ښودل شوی چې د اوربند د هوکړې د تعقیب په موخه يو څلور اړخيزه چينل جوړ شي څو د سرغړونو ارزونې او معلومات پکې تبادله کړل شي. "

په بیان کې راغلي چې پاکستاني لوري هم خپله مسوده طالب پلاوي ته سپارلې او په ټکو یې هڅه کیږي چې د منځګړو په حضور کې یوې نهايي پایلې ته ورسیږي.

که څه هم په بیان کې نه دي ویل شوي چې د پاکستاني لوري په مسوده کې کومې غوښتنې شوي خو د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې باخبره سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل پاکستان د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ ازادي غوښتونکو پر ضد د عملیاتو غوښتونکی دی، خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې په افغانستان کې د دغه وسله والو ډلو شتون رد کړی دی.

سرچینه وايي د دې ترڅنګ پاکستان غوښتنه لري چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ باید د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او همغږۍ بهیر پیاوړی شي.

په ډیورنډ کرښه د څارنې زیاتېدل، د ټي ټي پي د مرکزونو په وړاندې سم سلاسي اقدام او د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ ازادي غوښتونکو د مشرانو نیول او د پاکستان پرضد د افغان خاورې استعمال ته اجازه نه ورکول نورې هغه غوښتنې دي چې د سرچینې په خبره پاکستاني پلاوي کړي دي.

خو اوس پوښتنه داده چې ایا دا غوښتنې د عملي کېدو وړ دي؟

د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي په داسې حال کې چې دواړه لوري د یو بل ادعاوې ردوي د دغه ډول غوښتونکو عملي کېدل سخت کار دی، خو دوی وايي بالاخره باید دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسیږي.

له ډلې یې سمیع یوسفیزي ازادي راډيو ته وویل''په کومو شرایطو چې دوی غواړي د دواړو لوریو لپاره غوښتنې عملي کول سخت او ان ناممکن دي، البته دواړو لوریو ته پکار دي چې د دستي لپاره د اعتماد د رامنځته کېدو په هدف لارې خلاصې کړي، او اجازه ورکړل شي چې سوداګري او تګ راتګ پیل شي دا به د نورو مسایلو د حل لپاره اعتماد جوړونه وي. ''

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ او ټرانزیټ ټولې لارې تر هغه وخته بندې وي چې د امنیتي وضعیت بشپړه ارزونه نه وي شوي.

د دې وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د اکتوبر په ۲۴ مه په خپل اوونیز کنفرانس کې ویلي وو چې "د پاکستاني وګړو ژوند له هر ډول سوداګرۍ ډېر ارزښت لري."

ویل کیږي چې په ترکیه کې د دواړو لوریو ترمنځ به دا ناسته سبا د اکتوبر په ۲۷ هم دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت راډیو ته ویلي له بشپړې هوکړې وروسته به د خبرو پایله له رسنیو سره شریکه شي.

د دې خبرو لومړی پړاو د روانې اکتوبر په ۱۸ مه په دوحه کې پیل شو چې په پایله کې یې په سم لاسي اوربند سلا وشوه.

دا وروسته له هغې ده چې د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر ۱۱مه په یوه اعلامیه کې وویل چې پاکستان د کابل هوايي حریم نقض کړی او په پکتیکا کې یې په ملکي کسانو هوايي حملې کړي دي.

له دې وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو لوریو ترمنځ په وقفه یې ډول سختې نښتې وشوې چې طالبانو ورته د انتقامي بریدونو نوم ورکړو او دواړو لوریو ته په کې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم وشوې.

په دې نښتو کې لسګونه ولسي وګړو ته هم د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکول شوي دي.

دغه شان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې دروازې نن ( د اکتوبر۲۶ مه ) د پنځلسمې ورځې لپاره لا هم تړلي دي چې له امله یې سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.