د بشري حقونو د څار سازمان وايي، ترکیه دې افغان خبریالانو ته د کار او فعالیت امکان برابر کړي

د بشري حقونو د څار سازمان لوګو

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوې څېړونکې د ترکیې له حکومته غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغان خبریالان او هغه افغانان چې په خطر کې دي، د نړیوال خوندیتوب یا بشري استوګنې جوازونو تر لاسه کولو لپاره غوښتنه وکړای شي.

د افغانستان په چارو کې د دې سازمان څېړونکې فرشتې عباسي د شنبې په ورځ «د اکتوبر په ۲۵مه» په خپله ایکس پاڼه کې ټینګار کړی چې په ترکیه کې جلاوطني افغان خبریالان باید وکولای شي د کار جوازونو لپاره غوښتنه وکړي او ترلاسه یې کړي.

افغان خبریالان وايي، په ترکیه کې د استوګنې او د کار د جواز په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ترکیه کې یو شمېر مېشت افغان خبریالان هم وايي چې دویدغه هېواد کې د استوګنې اسنادو او کار جواز تر لاسه کولو پر برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

له دې ډلې خبریالانو یوه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د شنبې په ورځ «د اکتوبر په ۲۵مه» یې ازادي راډیو ته وویل“د خبریالۍ د کار د جواز د اخیستو د مسلې سربېره، دلته د استوګنې (اسناد) تر لاسه کول لویه ستونزه ده، همدا اوس ترکیه کې ډېری ښځینه او نارینه خبریالان د خبریالۍ په برخه کې د تجربې او اسنادو لرلو سربېره هم رد شوي او حتی دلته د استوګنې اجازه نه لري، یا په نا قانونه توګه ژوند کوي او یا هم ملګرو ملتونو ته تللي چې له بده مرغه دوی هم ډېر رول نه لري او ورسره مرسته نه شي کولای.”

په ترکیه کې مېشتې یوې بلې خبریالې چې دې هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل"هغه خبریالان چې په ترکیه کې بند پاتې دي، که غواړي که نه غواړي له تباهۍ سره مخ دي، د لیکلو توان لري او نه د کار کولو، د خبریالانو یوه لویه ډله چې په ترکیه کې ژوند کوي په پټه کار کوي یا یې غیرقانوني کارونو ته مخه کړې ده لکه پخلی، د لوښو مینځل، ساتنه او نورو سختو کارونو ته.”

په دې اړه نور: ّپه ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ ژوندي افغان کډوال، ساحل ته د رسېدو لپاره شپږ ساعته لمبا کړې

دا خبریالان وايي چې په دې وروستیو کۍ له دې هیواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټک شوی او که افغان خبریالان بیرته افغانستان ته واستول شي، په خبره یې له جدي خطرونو سره به مخ شي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د «اکتوبر په ۲۳ مه» د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې اعلان کړی چې په ترکیه ډېر لږ پېښېږي چې افغانانو ته د ترکیې په بڼه "نړیوال خوندیتوب" وړاندې شي، او په پایله کې یې ډیری یې یوازې د کډوالو مشروط موقف ترلاسه کوي او یو لوی شمیر یې له دغه هیواده ایستل کیږي.

افغانانو ته په ترکیه کې د کډوالو مشروط موقف ورکول کېږي خو ډېر نور بیا له دې هېواده ایستل کېږي.

دغه سازمان د هغو افغانانو د وضعیت په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې چې په ترکیه کې د استوګنې له جواز پرته ژوند کوي یا د نړیوال خوندیتوب لپاره غوښتنه کولای نه شي، او زیاته کړې یې ده چې دا کسان په بې برخلیکه او نازک حالت کې ژوند کوي او د زده کړو او روغتیایي مهمو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

له دې مخکې د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو هم د ترکیې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د نیولو او له دوی سره یې د چلند په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د دغه هیواد له حکومته یې غوښتي چې د بشري حقونو اصولو او د کډوالو قانوني حقونو ته درناوی وکړي.

د ځینو ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، اوس مهال په هیواد کې شاوخوا ۳ لکه او ۲۰ زره افغان کډوال په دغه هېواد کې دي چې ډیری یې د ویزې، د کډوالۍ کارتونو یا د استوګنې اسنادو په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

زرګونه افغانان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د امنیتي او اقتصادي دلایلو له امله په قانوني او غیرقانوني ډول د ترکیې په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي؛ خو اوس د اقتصادي ستونزو سربیره د جبري ایستلو له خطر سره هم مخ دي.