افغان پيژندل شوی لوبغاړی نصرت حقپرست نن په یو اف سي کې لوبه لري

نصرت حقپرست او یو سیال یې - مخکینی انځور

نصرت حقپرست د رزمي لوبو په تر ټولو معتبره سازمان کې له یوه اسټرالیايي لوبغاړي سره چې کیلیان سالکلېد نومیږي مخ شوی.

دا لوبه د یو اف سي په ۳۲۱مه دوره کې د ابوظبۍ په اتحاد سټډیوم کې ترسره کېږي.

نصرت حقپرست تر دې دمه اتلس لوبې ګټلي او پنځه یې بایللي دي.

د نصرت حقپرست سیال بیا نهې لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.

نصرت حقپرست وروستی وار په یو اف سي کې د شپې تر ټولو غوره لوبې جایزې هم ګټلې.

نصرت که څه هم د یو اف سي د ۳۲۱مې دورې په اصلي کارډ کې نشته خو د مقدماتي لوبو مرکزي سیالي یې ده چې تمه ده د شنبې په ماښام د افغانستان په وخت شاوخوا شپږنیمې بجې پيل شي.

نصرت حقپرست وروستۍ څلور لوبې سر په سر ګټلي او وایي چې په یو اف سي کې له غوره ۱۵ لوبغاړو سره د لوبو مستحقه دی.

حقپرست په جرمني کې اوسیږي خو د دې او ګڼو نورو لوبو لپاره یې په بیلابیلو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، مراکش او متحده عربي اماراتو کې تمریني کمپونو ترسره کړي دي.