ّپه ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ ژوندي افغان کډوال، ساحل ته د رسېدو لپاره شپږ ساعته لمبا کړې

بودروم ته نږدې ساحل کې ترکي ګارډان او ژغورونکي

ربړي بېړۍ پرون جمعه د ترکیې سواحلو ته نږدې ډوبه شوه. د ترکیې د ساحلي ګارډ په خبره په دې پېښه کې د مړو شویو ۱۷ کسانو جسدونه یې له اوبو را ایستلي دي. یو یې قاچاقبر بلل شوی.

یو افغان مسافر او یو بل کس له دې پېښې ژوندي پاتې دي.

افغان مسافر ژغورونکو ته ویلي چې بېړۍ یواځې لس دقیقې وروسته له هغه ډوبه شوه چې اوبه ور ننوتې.

هغه ویلي چې تر ساحله پورې یې شپږ ساعته لمبا وکړه څو خپل ژوند وژغوري.

پېښه د ترکیې د جنوب لویدیځ سواحلو کې د بودروم ښار سواحلو ته څېرمه شوې ده.

دا سیمه د یونان له کاس ټاپو یواځې پنځه کیلومتره فاصله لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي د کال له پیل راهیسې نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي دي.

ترکیه، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ، اوس مهال له ۲.۵ ملیون څخه د زیاتو کډوالو ته کوربه توب کوي، چې ډیری یې د سوریې او افغانستان څخه دي.