د استانبول ناسته؛ طالبان او پاکستانی لوری د اوربند د هوکړې لپاره د څار یو میکانیزم رامنځته کوي

دوحه کې د طالبانو دفاع وزیر له خپل پاکستاني سیال سره

د طالبانو او پاکستان د اوربند د هوکړې په اړه دویم دور ناسته سبا په استانبول کې ترسره کېږي.

دواړو خواوو د اکتوبر په اتلسمه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په اوربند سلا کړې وه.

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد چې د افغانستان په استازولۍ د پاکستان له دفاع وزیر خواجه محمد آصف سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړې له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي په استانبول کې به د اوربند د پلي کېدو په لارو چارو او داسې میکانیزم خبرې کیږي چې نه یواځې افغانستان او پاکستان بلکې سیمه کې دوامداره سوله او ټیکاو رامنځته کړي.

د طالبانو دفاع وزیر

د دوحې په هوکړه کې په سمدستي اوربند ژمنه شوې وه چې ورسره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتې ودرېدې که څه هم له ځینو سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو راپورونه خپاره شول.

هلته طالبانو هوکړه کړې وه چې د پاکستان ضد ډلو څخه ملاتړ ونه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نن په یوه کنفرانس کې وویل دوی هیله من دي چې طالبان د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره پرېکنده ګامونه پورته کړي.

هغه وویل پاکستانی لوری له دې هیلې سره د استانبول ناستې ته ځي چې هلته د څار یو کلک میکانیزم رامنځته شي.

شفقت علي خان زیاته کړه:

«پاکستان همداراز د ترکیې په استانبول کې له را روانې غونډې د څار د یوه ډېر غښتلي او با دوام میکانیزم د جوړولو هیله لري. څو له افغان خاورې پاکستان ته د راتلونکي تروریزم مخه ډب او ورسره د پاکستانیانو د لا زیاتو مرګونو مخه ونیول شي. پاکستان د وضعیت د تشدد غوښتونکی نه دی خو له طالبانو غواړي چې د نړیوالې ټولنې په وړاندې خپل تعهدات عملي کړي او د ترهګرو ډلو په وړاندې پریکنده ګام پورته کړي.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی چمتو دي د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره مرسته وکړي.

تمه ده د استانبول په ناسته کې یو وار بیا هم د قطر او ترکیې منځګړي حضور ولري.

طالبانو او پاکستاني چارواکو توافق کړی وو چې د دوحې د هوکړې بل پړاو خبرې به په استانبول کې ترسره کوي څو د هوکړې د تطبیق لپاره د څار یو میکانیزم رامنځته کړي.