یوه اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکه د مسکو په څنډه کې پر یوه اپارتمان ولګېده
یوه اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکه د مسکو په څنډه کې پر یوه اپارتمان ولګېده
Your browser doesn’t support HTML5
امنیتي کمرې هغه شېبه ثبت کړې چې د اوکراین یوه بېپيلوټه الوتکه د مسکو په لمنه کې پر یوه اپارتماني ودانۍ لګېږي. د روسیې پلازمېنې ته څېرمه دې نادر برید د اکتوبر په ۲۴مه د مسکو لوېدیځ ته په «کراسنوګورسک» ښار کې یوه استوګنه ودانۍ په نښه کړه.
د سیمې د والي په وینا، پنځه کسان، چې یو ماشوم هم په کې شامل دی، ټپیان شوي دي.
د اوکراین پر خِرسون ښار هم د روسیې د بېپيلوټو الوتکو بریدونه شوي، چې د چارواکو په وینا په پایله کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.