د ملګرو ملتونو اتیایمه کلیزه، یوناما وایي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپله ژمنه تازه کړي

د یوناما لوګو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) د سولې، بشري حقونو او دوامداره پرمختګ لپاره پر خپله ژمنه ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ بیا تازه کړي.

یوناما دغه څرګندونې نن جمعه د ملګرو ملتونو د ورځې او د دې سازمان د تاسیس د ۸۰مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ملګري ملتونه د لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او د ټول شموله حکومتولۍ، د ښځو د حقونو ملاتړ او حیاتي مرستو چمتو کولو لپاره کار ته دوام ورکوي.

یوناما وویل، دا کلیزه یو فرصت دی چې دوی د بشري مرستو او بشري حقونو د ساتنې په ګډون مهمو مسلو کې خپله رول منعکس کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ځانګړې استازې جورجټ ګانین وویل. "دا ۸۰ کلیزه د څو اړخیزیز کېدو د ځواک او اړتیا یادونه ده. په افغانستان کې د ثبات او دوامداره پرمختګ مزل په یوازې سر نه کیږي."

یوناما خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې بشري بحران په نړۍ کې یو له خورا سختو بحرانونو څخه دی، او په ښځو باندې د محدودیتونو زیاتوالي او د مالي مرستو کمښت وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو یوه بل استازې، اندرا راتوټي، پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانانو سره خپل ملاتړ او پیوستون بیا تازه کړي، او ویې ویل چې ملګري ملتونه به "نن، سبا او له هغې وروسته" د دوی تر څنګ ولاړ وي.n