نړیوال بانک: د افغانستان په ختیځ کې زلزلې کورونو او تاسیساتو ته ۱۸۳ میلیونه ډالره زیان اړولی

د کونړ زلزله

نړیوال بانک وایي، د افغانستان په ختیځ کې د نژدې دوو میاشتو مخکې زلزلې کورونو، تاسیساتو او مالدارۍ ته د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت فزیکي زیان اړولی دی.

لویدیځو اژانسونو د دغه بانک د معلوماتو په حواله تیره شپه دغه راپور ورکړی دی.

د افغانستان په ختیځ کې د تیرې اګست میاشتې په ۳۱مه د شپې مهال زوروره زلزله وشوه چې له کبله د طالب چارواکو په وینا ۲۲ سوه کسان مړه او شاوخوا ۴ زره نور ټپیان شول.

زلزلې ډیر زیان په کونړ او ننګرهار کې واړوه.

ګڼ شمېر زلزله ځپلي لا هم تر خیمو لاندې ژوند کوي چې د دوی د ژوند د تریخوالي او نازکوالي په اړه په ځلونو ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو اندیښنې ښودلې دي.