د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، طالبان په عامه محضرکې له اعدامونو د خلکو د د ویرولو او کنټرولولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
ښاغلي بینټ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې، په بادغیس ولایت کې د طالبانو له لوري د یو تن وروستي اعدام ته په اشاره په عام محضرکې بدني سزاګانې یوځل بیا په کلکه وغندلې.
په بیان کې ویل شوي چې اعدام په هر حالت کې د اندیښنې وړ دی، خو کله چې دا د طالبانو د قضايي سیسټم په چوکاټ کې چې د ده په خبره هغه " خپلواک ندی او قانوني پروسه یې عادلانه نده" ترسره کیږي دا "ډیر خطرناک" دی باید په کلکه وغندل شي.
ښاغلي بینټ پر طالبانو غږ وکړ چې فوراً ټول اعدامونه ودروي.
طالبانو تیره اونۍ د اکتوبر په ۱۶ اعلان وکړ چې په بادغیس ولایت کې یې د "قتل" په تور یو سړی اعدام کړی دی.
د طالبانو سترې محکمې ادعا کړې وه چې د دغه سړي چې د جوند ولسوالۍ د دوو اوسیدونکو د "قتل" په تور تورن و، قضیه یې په ابتدايي، استیناف او ستره محکمو کې څیړل شوې او بیا یې وروستۍ پریکړه صادره کړې ده.
خو تردې مخکې د اعدام شویو کسانو یو شمېر کورنیو ازادي راډیو ته ویلي وو چې تورنو کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له ځانه دفاع وکړي یا مدافع وکیل وګماري.
په اپریل میاشت کې، طالبانو په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.