نړیوالو روغتیایي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، سره له دې چې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو په تمویل کې د پام وړ کمښت راغلی خو لاهم په نړۍ کې د پولیو له منځه وړل ممکن دي.
د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت GPEI چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ګیټس بنسټ پکې شامل دي، بودیجه به په ۲۰۲۶ کې ۳۰ سلنه کمه شي چې تر ۲۰۲۹ پورې به یې تمویل ۱،۷ ملیارډ ډالره له کمښت سره شي. د دې پروګرام یوه ویاند وویل چې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو بودیجه ځکه کمه شوې چې د متحدو ایالتونو په ګډون یوشمیرهیوادونو پرمرستو لاس نیولی دی.
د دې پروګرام شریکان وايي، دوی پلان لري چې په هغو سیمو کې په څارنې او واکسین کولو ډیر تمرکز وکړي چیرې چې د پولیو د لیږد له لوړ خطر سره مخ دي.
د GPEI په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۳۶ مثبتې پیښې ثبت شوې دي. دواړو هیوادونو کې لا هم د پولیو ویروس له منځه نه دي تللي.
د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت د بودیجې د کموالي خبره داسې مهال کوي چې بل سبا جمعه د اوکتوبر۲۴ د پولیو نړیواله ورځ ده. له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دا ورځ د دې لپاره یوفرصت دی چې له پولیو څخه د افغانستان د خلاصیدو ملي هڅو ته پام زیات شي او هرچېرې، هرماشوم ته د پولیو واکسین ورکړل شي.
روانه اونۍ د افغانستان د ختیځو، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو په یوشمیرسیمو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین ترسره شو.