د غزې له اوربنده سرغړونې، لوړپوړي امریکایي استازي اسراییل ته رسیدلي

په غزه کې له اوربند وروسته د تاوتریخوالي پیښې

په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د نازک اوربند له ماتولو وروسته لوړپوړي امریکایي استازي اسراییل ته رسیدلي دي. رویټرز اژانس لیکلي، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جرېډ کوشنر اسراییل ته رسیدلي چې د غزې د اوربند پلان پر دویم پړاو خبرې وکړي.

ټاکل شوې د امریکا مرستیال ولسمشر جي.ډي.ونس هم سبا سه شنبې اسراییل ته سفر وکړي.

امریکایي چارواکي داسې مهال د منځني ختیځ په سفر ځي چې غزه کې پرون او نن د تاوتریخوالي پیښې شوي چې له اوربنده ښکاره سرغړونې بلل شوي دي.

رویټرز د روغتیایي چارواکو په حواله لیکلي، نن دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) د اسراییلي پوځیانو په ډزو کې په غزه کې د اوربند کرښې ته نژدې درې فلسطینیان وژل شوي دي.

پرون یکشنبه اسراییلي سرتیرو وروسته تر هغه پر غزه هوایي بریدونه وکړل چې د ادعا له مخې یې حماس په رفح کې د دوی دوه پوځیان ووژل.

حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د اسراییلي پوځیانو د وژلو پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، فکر نه کوي چې د حماس مشرانو دې له اوربنده سرغړونه کړې وي.

پر غزه د اسراییل په پرونیو هوایي بریدونو کې له څلویښتو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

رویټرز لیکلي، امریکایي او عرب مرکچیان به دواړه لوري وهڅوي چې اوربند ټینګ وساتي او د اوربند په دویم پړاو به خبرې وکړي.

د غزې د اوربند پلان د اکتوبر په ۱۳مه د امریکا او مصر د ولسمشرانو په مشرۍ د شرم الشیخ په غونډه کې لاسلیک شو.

په دغه تړون کې په غزه کې د اوربند کرښې او بې پلوه یا حایل سیمې مشخصې شوې، خو د غزې اوسیدونکي وایي، دغه کرښې یوازې په الکترونیکي ډول مشخصې شوي او په ځمکه ځانګړې نښې نه لیدل کیږي.