د غزې له اوربنده لومړنۍ لویه سرغړونه، دوه اسراییلي سرتیري او ۲۶ فلسطینیان وژل شوي

غزه کې له یوې چاودنې وروسته وضعیت

د اسراییل پوځ وایي، د دوی د دوو پوځیانو له وژلو او بیا پر غزه د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته بیرته د غزې اوربند پېل شوی دی.

د رویټرز په وینا دغلته د امریکا په منځګړیتوب نافذ شوی اوربند پرون یکشنبه هغه مهال مات شو چې وسله والو دوه اسراییلي سرتیري ووژل او بیا اسراییل پر غزې هوایي بریدونو سره ۲۶ فلسطینان له منځه یوړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ممکن د حماس مشران د اوربند په سرغړونه کې ښکېل نه وي.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، نه پوهیږي چې د اسراییل هوایي بریدونه د توجیه وړ دي او که نه، خو په وینا یې وروسته به په دې اړه نور جزیات ورکړي.

غزه کې د اوربند له بیرته نافذېدو سره سم دغې جګړه ځپلې سیمې ته نن دوشنبه د مرستو رسول هم له سره پېل شوي دي.