له پاکستان سره د نانندریو په اوج کې، برادر له ګاونډیو وغوښتل چې له( تقابله) ډډه وکړي

ملابرادر او د ترکمنستان مشر قربانقلي بردي محمدوف

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې " د تقابل او غیر اصولي" کړنو پر ځای دې پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه کړي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن دوشنبه ( د تلې ۲۸مه) په هرات کې د ترکمنستان له یوه سیاستوال او پخواني ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د لیدو پر مهال وکړې.

د ښاغلي برادر دفتر ویلي چې د دغې پروژې نل لیکه د افغانستان په خاوره کې ۱۴ کیلومتره بشپړه شوې ده.

دغه پروژه د منځنۍ اسیا ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي.

برادر دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې پر کابل او پکتیکا د پاکستان له تازه هوایي بریدونو وروسته خړې پړې دي.

که څه هم د دواړو هېوادونو دفاعي او امنیتي استازو وړمه ورځ دوحه کې د سملاسي اوربند هوکړه وکړه، خو وضعیت لا هم عادي نه دی او د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.