د کریکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کورني کریکټ د دریو لوبغاړو وژل غندلي دي

د افغانستان د کورني کریکټ وژل شوي لوبغاړي

د کریکټ نړیوالې شورا ( ای.سي.سي) په پکتیکا کې د د افغانستان د کورني کریکټ د دریو لوبغاړو په وژلو ژوره خواشیني څرګنده کړې او پر هغوی شوی برید یې غندلی دی.

دغې شورا نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کبیر اغا، صبغت الله او هارون په نوم دغه کریکټران هغه مهال ووژل شول چې له یوې لوبې وروسته یوه کور ته ستانه شوي وو.

دغه کریکټران او لږ تر لږه ۷ نور ملکیان پرون جمعه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان د هوایي برید له کبله ووژل شول.

د افغانستان کریکټ بورد، د کریکټ د ملي لوبډلو لوبغاړو او ګڼ شمېر نورو کسانو دا برید غندلی دی.
کریکټ بورد له همدې برید وروسته پاکستان سره د راتلونکې نومبر میاشتې سیالۍ هم لغو کړي، هغه درې اړخیزې سیالۍ چې ټاکل شوې وه د پاکستان، سریلانکا او افغانستان ترمنځ وشي.