ټرمپ وایي لا اوکرایین ته د توماهاک توغندیو سپارل له وخت مخکې دي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکراییني سیال ولودومیر زیلنیسکي سره

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي لا اوکراین ته د توماهاک توغندیو سپارل له وخته مخکې ده، او هیله یې وښوده چې تر دې کار مخکې له روسیې سره سوله ټینګه کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره ناسته درلوده او د خبریالانو پوښتنې یې هم ځوابولې.

ټرمپ د امریکا د پوځي چمتووالي په اړه اندیښنې هم ومنلې او ویې ویل چې دوامداره ملاتړ کولی شي د امریکا خپله دفاع تر فشار لاندې راولي.

اوکراین په وروستیو اونیو کې له واشنګټن څخه د توماهاک توغندیو غوښتنه کړې، او استدلال یې کړی چې دا کار کولای شي روسیه اړ باسي خپل درې نیم کلن برید پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ، چې مخکې یې اعلان کړی وو له خپل روسي ساري ولادمیر پوتین سره به د هنګري په پلازمینه بوداپست کې وګوري وویل چې دا غونډه به احتمالاً مخامخ او د اوکراین له مستقیم حضور پرته ترسره شي.