د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره را روانې شل اووریزې لوبې لغوه کړي.
بورډ په خپله پاڼه لیکلي چې په پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون یې دا پرېکړه کړې ده.
د پکتیکا په ارګون کې د جمعې ماښام په بریدونو کې د دریو ولایتي کرکټرانو په شمول اته کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
د کرکټ بورډ بیان زیاتوي وژل شوي لوبغاړي هارون، صبغت الله او کبیرآغا نومېدل چې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې تر لوبې وروسته بېرته ارګون ته ستانه شوي وو خو هلته د دمې پر مهال پرې د پاکستاني پوځ له خوا هوايي برید شوی وو.
د افغانستان د کرکټ ګڼو ملي لوبغاړو هم د پکتیکا د دریو ولایتي لوبغاړو په وژنه خواشیني ښوولې او د پاکستان د پوځ بمباري یې غندلې ده.
تمه وه چې پاکستان د نومبر له ۱۷ تر ۲۹ مې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د درې اړخیز ټورنمنټ کوربه توب وکړي خو اوس داسې ښکاري چې دا لوبې ممکنې نه دي.