کراچۍ بندر افغانستان ته د تلونکو کانټینرونو په مخ تړل شوی؛ افغان سوداګر لوی زیان سره مخ دي

د کراچۍ بندر

د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر له لارې له افغانستان څخه د ټولو ټرانزیټي سوداګریزو توکو لیږد ودراوه. دا اقدام د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وروستیو نښتو په دوام شوی دی. یو شمېر هغه افغان سوداګر چې خپل توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته واردوي، اندیښمن دي وايي، سیاسي ستونزې ته باید له سوداګرۍ سره ونه تړل شي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم د دې ستونزې د حل لارو غوښتنه کړې ده.

افغان سوداګر احمد شاه وايي چې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې یې افغانستان ته د توکو یو شمېر واردونکي کانټینرونه اوس هلته بند پاتې دي او هره ورځ له دې درکه لوی زیانونه ګالي.

ده د جمعې په ورځ «د اکتوبر په ۱۷مه» ازادي راډیو ته وویل چې په کراچۍ بندر کې یې د توکو بندیدو، خورا اندیښمن کړی او ټینګار کوي چې د سیاست مسله باید له سوداګرۍ سره ونه تړل شي:

زما پنځه کانټینرونه اوس مهال د کراچۍ په بندر کې بند دي، زما نور توکي هم کراچۍ بندر ته په لاره دي، زما واردات شین او تور چای، ټایرونه او بطرۍ دي چې افغانستان ته د دې بندر له لارې راځي، پر هر کانټینر ورځنۍ کرایه راځي، که د کراچۍ په بندر کې له پنځو ورځو څخه ډیر ودریږي، نو دیمریج "د ځای کرایې" لپاره جریمه پرې راځي، سیاست باید له سوداګرۍ جلا شي، ځکه له همدې امله ټول له ستونزو سره مخ دي.
افغان سوداګر

یو بل فابریکه لرونکی رحیم الله مایار چې د کراچۍ بندر له لارې خام مواد او ماشینونه را واردوي، ورته شکایت لري او ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید بدیلې لارې ولټول شي:

«فعلاً زما شاوخوا دولس کانټینرونه بند دي چې ډیری یې خام مواد او ماشینونه دي، دا له اروپا، هند او ترکیې د دې بندر له لارې راځي، موږ غواړو چې په بدیلو لارو کار وشي، لکه د چاه بهار بندر او منځنۍ آسیا ته دې لاره برابره شي.»

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان د ټولو سوداګریزو ټرانزیټي محمولو د ځنډولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د مالیاتو فدرال ادارې (اف بي ار) په یوه اعلامیه کې چې د ځینو پاکستاني رسنیو لخوا خپره شوې، ویلي چې د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګرۍ محمولو لپاره د ننوتلو او وتلو ټول جوازونه لغوه او ترخیص شوي او په کراچۍ او قاسم بندرونو کې د توکو تصفیه تر بلې خبرتیا پورې بنده شوې ده.

د دې بیان له مخې، د دې محمولو لیږد به تر هغه وخته پورې بند وي څو چې په سرحدي ګمرکونو کې سوداګریز فعالیتونه بیا پیل شي.

ځینو پاکستاني رسنیو لکه «جیو نیوز» او ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې دا پریکړه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وروستیو نښتو او په کراچۍ کې د ګمرک چارواکو له امنیتي غونډې وروسته شوې ده.

«اکسپرس تریبیون» د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مشر جنید مکدا په حواله لیکلي چې دا مهال ۲۹۱ کانټینرونه چې افغان ټرانزیټي توکي لیږدوي، د کراچۍ او قاسم بندرونو کې بند پاتې دي.

د پاکستان د عوایدو فدرال ادارې پریکړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم تاییدوي خو وايي چې په ورځني ډول د کانټینرونو د درېدو او د هغو د کرایې له امله افغان سوداګرو ته ډېر زیان رسېږي.

د دې خونې اجرایوي رییس نقیب الله صافي ازادي راډیو ته وویل:

«د عوایدو عمومي ریاست ټولو ګمرکاتو ته چې د دې ریاست په چوکاټ کې دي، لارښوونه کړې چې د کراچۍ بندر تر هغه وخته پورې وتړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري عادي شي، دا لومړی ځل دی چې داسې کار کېږي او دا به افغان سوداګرو ته لوی زیان ورسوي، موږ له پاکستانه غوښتنه کوو چې اجازه ورکړي چې دا توکي تورخم، غلام خان او چمن ته ورسېږي او کله چې بندرونه خلاص شي، افغانستان ته ولیږدول شي.»

دا پریکړې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي سرحدي شخړو وروسته شوې دي.

خو په وروستیو تحولاتو کې، دواړو خواوو د ۴۸ ساعته اوربند موافقه کړې ده.

تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو له امله د تورخم، سپین بولدک-چمن، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې بندرونه له څو ورځو راهیسې تړل شوي چې د سوداګرۍ خونې د چارواکو او د دواړو خواوو سوداګرو ترمنځ یې اندیښنې راپارولې دي.

تر دې مخکې هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري، په ځانګړې توګه د صادراتو او وارداتو برخه کې په مکرر ډول له ګڼو ستونزو سره مخ شوې.

افغان سوداګرو تل شکایت کړی چې د پاکستان حکومت لخو اپه مختلفو پلمو د مختلفو لارو، په ځانګړې توګه د تورخم لارې د تړلو له امله دوی ته لوی زیانونه اوښتي او د دوی توکي خراب شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مخکې ویلي وو چې له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم ۶۰ سلنه کم شوی دی.