د طالبانو حکومت په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دوی د حکومت پلاوی به نن دوحې ته ولاړ شي او هلته به خبرې اترې وکړي.
دا چې د دې پلاوي مشري به څوک کوي په دې اړه یې جزییات ورنه کړل، خو ځینو کورنیو رسنیو بیا راپورونه ورکړي چې دې خبرو اترو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د دوی د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق ګډون کوي.
بل خوا د پاکستان په حکومت کې ځینو باخبرو سرچینو د پنجشنبې په شپه ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته تایید کړې چې قطر ورته دې خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
دغه شان ډیری پاکستاني رسنیو هم د پاکستان د حکومتي سرچینو په حواله راپورونه ورکړي چې قطر پاکستاني چارواکي خبروته بللي خو دا چې دې ناستې ته به څوک ورشي، لا یې په اړه معلومات نشته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، هیواد یې له قطر غوښتنه کړې چې په دې مسله کې منځګړیتوب وکړي.
د پاکستان د هوايي حملو د قربانیانو ځینې کورنۍ غواړي چې د قطر د ناستې په نتیجه کې دایمي اوربند ټینګ شي.
د روانې اونۍ په پیل کې ( د اکتوبر په لسمه) طالبان او پاکستاني سرحدي ځواکونه د ډیورند کرښې په اوږدو کې په درنو جګړو کې ښکیل وو چې دې نښتو بیا دوام وکړ او بالاخره یې ترمنځ اوربند وشو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ ( د اکتوبر په ۱۵ مه) مازیګر دا اوربند نافذ شو.
مجاهد وویل چې دا اوربند به تر هغې دوام وکړي چې مقابل لوری برید ونه کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوربند به یوازې ۴۸ ساعته وي.
د دې اوربند د دایمي کولو په اړه نن بحثونه په پام کې دي.
د وروستیو نښتو په ترڅ کې پاکستان د چهارشنبې په ورځ (د اکټوبر په ۱۵مه) پر کابل دوه هوایي بریدونه وکړل، او د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د دواړو خواوو سرحدي ځواکونه بیا سره ونښتل، چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د پاکستان په یادو هوایي بریدونو کې د ځینو وژل شویو ملکي افغانانو کورنۍ له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې اوربند دایمي کړي او نور د دې د ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل ونه ګرځي.
په دې اړه نور: د طالبانو د حکومت او پاکستان استازي نن دوحه کې جرګه کیږيد کابل ښار د تایمنیو سیمې اوسېدونکي ۲۳ کلن خالد د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د اکټوبر په ۱۵مه) د پاکستان په هوایي برید کې په دې سیمه کې ووژل شو.
د خالد د ترور زوی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي ازادي راډیو ته وویل"هغه ټکسي درلود او چره پرې ولګېده چې شهید شو، هغه مجرد و، د ټولو وضعیت ډېر بد دی، د کورنۍ اقتصادي وضعیت هم کمزوری دی، دی د کورنۍ مشر زوی او سرپرست و، دې ټکسي کې یې چې هغه هم د خلکو و کار کاوه، له ایرانه راډیپورت شوی و، کار ته تللی و چې د شپې یوه نیمه بجه یې احوال راغی چې خالد شهید شوی، له دې (دوحې) ناستې مو غوښتنه دا ده چې په پایله کې یې سوله راشي، چې بالاخره خلک ارام شي، د خالد جان پلار هم د جمهوریت پر مهال انتحاري برید کې شهید شوی و، د دوی اقتصاد اوس بیخي صفر و."
هغه ټکسي چلاوه، د پاکستان په هوايي برید کې شهید شو. د هغه د کورنۍ اقتصاد ډېر کمزوری دی.
د کابل ښار په تایمنیو سیمې کې د پاکستان په یاد هوایي برید کې د بل ملکي وژل شوي افغان ۴۵ کلن عبدالظاهر صافي کورنۍ هم ورته غوښتنه کوي.
د عبدالظاهر د ماما زوی چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل"هغه مې د عمه زوی وه او ملي ټلویزیون کې کار کاوه، سوله بهترینه لاره ده، جګړه تباهي او بربادي راولي، ښه ده چې دوی سوله وکړي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د اکټوبر په ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې اوسني معلومات ښیي چې سپین بولدک کې شاوخوا ١٧ ملكي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ تپیان شوي دي.
يوناما په پكتيا، پكتيكا، کنړ او هلمند ولايتونو كي د اکتوبر له لسمې نېټې راهیسې د سرحدي نښتو په پايله كي لږ تر لږه د یو کس وژل کېدل او د ۱۵ کسانو ټپیي کېدل مستند كري دي.
خو د کندهار د عامې روغتیا رییس کریم الله زبیر اغا د پنجشنبې په ورځ اسوشټید خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک سیمه کې له اوربند مخکې نښتو ۴۰ ملکي وګړي ووژل او ۱۷۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د یادونې ده چې دې نښتو چې د روانې اکټوبرله ۱۰مې راهیسې پیل شوې وې، ګڼ ملي او نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.