د طالبانو د حکومت او پاکستان استازي نن دوحه کې جرګه کیږي

په کابل کې د طالبانو او پاکستان چارواکي، ارشیف

د افغانستان او پاکستان یوشمېر رسنۍ وایي چې نن جمعه ( د تلې ۲۵مه) د طالبانو د حکومت او پاکستان استازي په دوحه کې سره جرګه کیږي.

بي بي سي او طلوع نیوز ته تېره شپه د طالبانو د حکومت سرچینو ویلي چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد دوحه کې د افغان پلاوي مشري کوي.

پاکستاني رسنیو هم د خپلو سرچینو په حواله ورته راپورونه خپاره کړي خو معلومه نه ده چې د پاکستان د پلاوي مشري څوک کوي.

راپورونه وایي چې د خبرو تمرکز به د افغانستان او پاکستان د وروستۍ ترینګلتیا پر کمولو او د اوسني اوربند د دوام پر لارو چارو وي.

تراوسه د طالبانو د حکومت او پاکستان رسمي سرچینو د قطر د غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف ویلي، دوی له قطره د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت او پاکستان پوله ساتو د همدې اونۍ په پیل کې پر پوله خونړۍ جګړه وکړه چې وروسته د سعودي او قطر په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

په تازه تاوتریخوالي کې د چهارشنبې په ورځ پاکستان پرکابل دوه هوایي ګزارونه وکړل او دغه راز په سپین بولدک کې یوځل بیا د دواړو لورو پوله ساتي خپلو کې سره ونښتل.