یونسیف: د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې وروسته ډیری ماشومان د وژونکو ناروغیو له خطرسره مخ دي

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندق، یونیسف نن، پنجشنبې خبرداری ورکړ چې د افغانستان په ختیځ کې د ریښترپه کچه د ۶،۳ درجې له ویجاړونکې زلزلې او څو نورو ټکانونو یوه میاشت وروسته، په ځپل شویو سیمو کې د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحوي تاسیساتو د پراخې ویجاړتیا له امله له ۲۱۲،۰۰۰ څخه زیات ماشومان د وژونکو ناروغیو د خپریدو له جدي خطر سره مخ دي.

د ریلیف ویب پاڼې د راپورله مخې د اوبو ۱۳۲ سرچینې ویجاړې شوې دي، چې کورنۍ یې د پاکو اوبو او لاس مینځلو اسانتیاوو ته له لاسرسي څخه بې برخې کړې دي. د ډیری تشنابونو په ویجاړیدو سره، له پنځو څخه څلور ټولنې اوس په خلاصه فضا کې حاجت کوي. ډیری ژوندي پاتې شوي کسان د صابون په څیر اړینو حفظ الصحوي توکو ته هم لاسرسی نلري. د حاد اوبو لرونکي اسهال د خپریدو لپاره چې په سیمه کې عام دی او هم د اوبو له لارې رامینځته کیدونکو نورو ناروغیو د خپریدو لپاره مناسب شرایط برابرشوي. همدارنګه ویل شوي چې روغتیایي مرکزونه د مختلفو ډولونو د پوستکي د خارښت، ډیهایډریشن او د حاد اوبو لرونکي اسهال د پیښو د ډیرزیاتوالي راپور ورکوي. یونیسف وایي، د بشپړ روغتیایی بیړني حالت څخه د مخنیوي لپاره بیړني اقداماتو ته اړتیا ده. یونیسف وایي، د غوښتل شوې څه کم ۲۲ ملیون ډالرو بودیجې یوازې نیمایي یې ترلاسه شوې او له مرستندویانو غواړي چې بیړنیو حالاتو ته د رسیدګي لپاره د دوی لازمه بودیجه تامین کړي.