پاکستان کې پر مظاهره کوونکو برید کې درې کسان وژل شوي، د طالبانو حکومت پر پیښه خواشیني ښودلې

پر مظاهره کوونکو له چاپې او ډزو وروسته وضعیت

د پنجاب پوليس وايي چې د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره يې په نښتو کې يو سرتیری او د یاد تحریک درې غړي وژل شوي دي.

پولیس او د تحریک لبیک پاکستان غړي هغه مهال په شخړه واوښتل چې پولیسو په مرید سیمه کې د اعتراض کوونکو پرلت پای ته رساوه.

تر نښتو وروسته حکومت لاهور او اسلام اباد ته تلونکې لويې لارې تړلې وې، خو لږ شېبه وروسته يې بېرته خلاصې کړې.

تحریک لبیک پاکستان چې یوه مذهبي ډله ده، د تیرې جمعې په ورځ له لاهوره د اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړی و او د پلان له مخې یې غوښتل چې په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت مخې ته لاریون ورسوي.

دوی د غزې او فلسطینیانو په ملاتړ راوتلي وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له اعتراض کوونکو سره پر شوي تاوتریخوالي خواشیني ښودلې او یوه خبرپاڼه کې یې ویلي " د پاکستان د پوځ له خوا په یادو مظاهره چیانو مخامخ ډزې او بریدونه شوي."