د پي ټی ای سهېل اپرېدی د خيبر پښتونخوا نوی اعلاوزير منتخب شو

سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډط ته وينا کوي.

د خيبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ د اکتوبر پر ۱۳مه په اکثريت رايو سره د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مخکښ سهېل اپرېدی نوی اعلاوزير منتخب کړ.

د والي لخوا د خيبر پښتونخوا د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د استعفا پر نه منظورولو سربېره په ایالتي اسمبلۍ کي د اکتوبر پر ۱۳مه د نوي اعلاوزیر لپاره انتخابي عمل ترسره شو.

د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي اعلان وکړ چې سهېل اپرېدی د ٩٠ رایو په ترلاسه کولو سره نوی اعلاوزير منتخب شو.

د انتخابي عمل تر پيلولو وړاندې حکومت مخالفه ګوندونو له انتخابي عمل څخه پرېکون وکړ.

اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ډلو مشر عباد الله خان پر دې مهال وويل چې د ایالت والي د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور استعفا نه ده منظوره کړې نو ځکه د نوي اعلاوزیر انتخاب غېر قانوني دی او د ده په وينا دوی له همدې امله په انتخاباتي عمل کې برخه نه اخلي.

دا تر هغه وروسته ده چې علي امين ګنډه پور لومړی د اکتوبر پر اتمه او بيا وروسته د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر پښتونخوا والي فيصل کريم کونډي ته خپل استعفا ليکونه ولېږل، خو فيصل کريم کونډي څو ورځې وروسته، د اکتوبر پر ۱۲مه ګنډه پور ته استول شوي ليک کې اعتراض کړی دی چې د دواړو استعفاليکونو لاسليکونه له يو بل سره توپير لري.

نوموړي له ګنډه پور څخه غوښتنه کړې ده چې هغه دې د اکتوبر پر ۱۵مه ماسپښين درې بجې د ده دفتر ته ورشي او خبره دې ورسره سپينه کړي.

علي امین ګنډه پور د هغه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي استعفا ليک کې ليکلي چې د ګوند د بنسټګر او خپل رهبر عمران خان د امر په درناوي کې د اعلاوزیر له څوکۍ څخه استعفا ورکوي.

نوموړي پر خپله پاڼه د دواړو استعفاليکونو انځورونه خپاره کړي، چې لاسليکونو کې يې څرګند توپير نه تر سترګو کېږي.

د اکتوبر پر اتمه نېټه په راولپېنډۍ کې له رسنیو سره د خبرو اترو پر مهال د پي ټي ای عمومي منشي

سلمان اکرم راجه ووويل، عمران خان وايي چې له تېرو دوو کلونو يې دريځ پاتې شوی چې د مرکزي حکومت تګلارې "ډېرې غلطې" دي او د خیبر پښتونخوا حکومت باید ځان له دې پاليسیو څخه لاتعلقه کړي.

سهېل اپرېدی د خيبر قبایلي ضلعې څخه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی دی او دا مهال په کابینه د اعلا وزیر سلاکار دی. نوموړی د تحریک انصاف د ذده کوونکو د سازمان انصاف سټوډنټس فیډرېشن مشر هم پاتي شوې دي.