تاج محل ته د امیرخان متقي سفر لغو شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

هندي رسنیو له هغې ډلې ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې تمه وه متقي نن یکشنبه په اګره ښار کې تاج محل ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یو اوونیز سفر په هند کې دی.

د هغه سفر تاج محل ته له مخکې پلان شوی وو او ګڼ هندي ځواکونه په سیمه کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي وو.

هندي چارواکو له هغې ډلې د اګرې ادارې د متقي د سفر د لغوه کېدو په تړاو زیات جزییات نه دي ورکړي.

امیرخان متقي په هند کې نن خبري کنفرانس هم درلود او د افغانستان او پاکستان په سرحد کې یې د وروستۍ سختې نښتې په تړاو غبرګون وښود.

متقي وویل چې په پاکستان کې ځینې کړۍ د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي. د هغه په خبره چې طالب ځواکونو د ځان دفاع وکړه، خپل اهداف یې ترلاسه کړل او عملیات یې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه ودرول.