بیګا د شپې شاوخوا لس بجې په کونړ، ننګرهار، هلمند، کندهار، خوست، پکتکیا او پکتیا کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکول شول.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د اکتوبر ۱۲مه په یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې په دې نښتو کې چې د دوی له لوري پیل شوې وې ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او لږ ترلږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د تېرې شپې حملې زموږ له لوري پیل شوې، دا انتقامي بریدونه وو چې دوی زموږ هوايي حریم نقض کړی وو، شل پوستې تصرف شوي دي، ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
ازادي راډیو په خپلواک ډول د دغې مرګ ژوبلې ادعاګانې نه شي تاییدولي خو په ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو یو شمېر ویډیو ګانو کې چې د تېرې شپې جګړې ته منسوبیږي د پاکستاني ملیشه ځواکونو یو شمېر مړي چې طالب وسله وال ورسره لیدل کیږي ښودل کیږي.
د پاکستان دولتي رسني (پي، ټي، ویي) یکشنبه د اکتوبر دولسمه ویلي د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو د طالبانو بریدونه غندلي دي او په وړاندې یې د پاکستاني پوځ میړانه ستایلې ده.
شهباز شریف ویلي حکومت یې په وار وار له طالبانو سره په افغانستان کې د ټي ټي پي د وسله والو د موجودیت په اړه اسناد او شواهد شریک کړي او غوښتنه یې کړې چې طالبان یې باید په وړاندې اقدام وکړي.
پاکستاني امنیتي چارواکو د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته تایید کړې چې په دې نښتو کې درې تنه پاکستاني سرتېري او یو ملکي وژل شوي او پنځه نور سرتېري یې ټپیان دي.
د پاکستان حکومتي رسني ( پي، ټي، وي) د راپورونو له مخې تېره شپه پاکستاني جیټ الوتکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو یو شمېر پوستې بمبارد کړي او ګڼ شمېر طالبان په کې وژل شوي دي.
دغې رسنۍ په خپله ایکس پاڼه د دغې نښتې ګڼې ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا یې کړې چې پاکستاني ځواکونو د طالبانو یو شمېر پوستې له منځه وړي دي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نن ورځې په خبري کنفرانس کې وویل چې په دې نښتو کې د دوی اړخ ته ۹ طالبان وژل شوي او نږدې ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره دغه انتقامي برېدونه د اکتوبر په نهمه د شپې ناوخته د پاکستان له لوري د پلازمینې کابل د حریم د نقضولو او دغه شان په پکتیکا کې د هوايي حملو په غبرګون کې ترسره شول.
نوموړي زیات کړه چې دغه بریدونه د دوی حکومت د شپې په ۱۲ بجې د قطر او سعودي عربستان د غوښتې پر بنسټ ودرول خو په خبره یې لا هم د پاکستان له لوري په ځینو سیمو کې د دوی په امنیتي پوستو خال خال ډزې کیږي او جګړې ته لمن وهل کیږي.
خو دا یې ونه ویل چې پیل یې په څو بجو شوی و.
د پاکستان دولتي ټلویزون (پي، ټي، وي ) هم راپور ورکړی چې دا جګړه طالبانو پیل کړې خو ختموي به یې دوی او ادعا یې کړې چې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د طالبانو په پوستو لا هم د دوی بریدونه دوام لري.
د افغانستان او پاکستان د یوې مخکینۍ نښتې انځور
د ننګرهار او کونړ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ له ماښام وروسته طالب ځواکونو پر پاکستاني اړخ د سپکو او درنو وسلو برید وکړو او وروسته د دواړو له لوري سخته جګړه ونښه.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې شپې د سختې نښتې له امله کرښې ته نږدې میشت خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او ځانونه یې امن سیمو ته رسولي دي.
تېره شپه ډېره سخته جګړه وه، تقریبا له ماښام وروسته شروع شوه او د شپې تر ناوخته روانه وه، اوس خو دستي څه نشته، خو ډیورنډ کرښې ته نږدې خلکو خپل کورونه خالي کړي او د جګړې د بیا پېښېدو له ویرې نورو سیمو ته وتلي دي خلک لا هم په ویره کې دي ځکه طالبانو کرښې ته نږدې درنې وسلې ځای پرځای کړي دي او ټانکونه هم رارسېدلي دي.د کونړ یو اوسیدونکی
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکې هم د نوم د خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:
"بیګاه خو ډېره سخته جګړه وه، تر دوه بجو پورې، اوس وضعیت یو څه نورمال دی خو په کرښه کې دواړه اړخونه یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي، تورخم هم بند شوی دی او هیڅوک نه پرېښودل کیږي، نو موږ نه پوهیږو چې نور به څه پېښیږي."
راپورونه وايي چې له دې نښتو وروسته نن سهار پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن – سپین بولدک دوازې د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړلي دي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د اکتوبر په لسمه په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې وویل «چې یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ.»
دغه وزارت زیاته کړې وه چې «دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»
د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه وو ویلي، خو پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې په دې حمله کې د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي محسود وژل شوی خو تحریک طالبان پاکستان نور ولي محسود ته منسوب یو غږیز پیغام خپور کړو چې نوموړي په کې د ځان د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي یې وو چې دا اوس مهال د پاکستان په قبایلي سیمو کې روغ رمټ دی.
خو ازادي راډيو مفتي نورولي ته منسوب دغه غږیز پیغام په خپلواک ډول تایید نه شو کړای.
پاکستان تر دې مخکې ځو ځله پر خوست، پکتیا، پکتیکا ننکرهار او کونړ کې هوايي بریدونه ترسره کړي خو په کابل کې لومړی برید و.
پاکستان تل تر دا شان بریدونو ورسته ادعا کړې چې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو پټنځایونه یې هدف ګرځولي خو د طالبانو حکومتیې یې دا ادعا وې رد کړي ویلي ملکیان په نښه شوي دي او په دغه هیواد کې هیڅ ترهګره ډله نشه.
د طالبانو حکومت ویلي، د وزیرستان کډوال په افغانستان کې موجود دي خو هغوی ته هم د هیڅ ډول وسله وال فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.
د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې له نښتو ورسته قطر او سعودي عربستان په بیلابیلو اعلامیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستي تاوتریخوالي او نښتو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړو لوریو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
دغو هیوادونو ویلي دا نښتې د سیمې په امنیت او ثبات منفي اغیزې لري.
Your browser doesn’t support HTML5
د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو د جګړو دوام او عواقب یې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم بېګا ناوخته په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل د ایران دریځ دا دی چې دواړه لوري باید له زغم څخه کار واخلي.