د کابل اوسېدونکې زینب چې په ۱۳ کلنۍ کې یې کورنۍ له یوه وزیرستاني هلک سره واده کړې، وايي که څه هم د دې ندرور (د مېړه خور) د ده ورور ته واده شوې ده خو دې خپل مېړه هېڅ نه پیژنده.
زینب ازادي راډيو ته وویل اوس یې له واده څو کاله تیریږي خو لا یې هم ژوند له سختیو نه دی خلاص.
دا وايي"زه ۱۳ کلنه وم چې واده یې کړم. ډېره کوچنۍ وم، باید ښوونځي ته تللې وای. د واده په اړه خو مې اصلا فکر نه کاوه. زه یې له دې ځایه وزیرستان ته بوتلم. هغه ځای مې هیڅکله نه و لیدلی او هغه خلک مې هیڅ مې نه پېژندل. ما هلته دولس کاله تر خیمې لاندې ژوند وکړ، ډېرې ستونزې مې ګاللې، وهل ټکول مې وخوړل، ډېره زورېدلی یم. اوس هم له ستونزو سره مخ یم او له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوم."
ما ۱۲ کاله په وزیرستان کې تر خیمې لاندې ژوند وکړ. ډېرې ستونزې مې ګاللې، وهل ټکول مې وخوړل، ډېره زورېدلی یم.
د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اوسېدونکې مونسه وايي په وړوکوالي کې یې پلار وفات شو، او هغه اړ شوه چې د تره په کور کې خپل ژوند ته دوام ورکړي خو په خبره یې تره یې ښوونځي ته د ده د تګ مخه ونیوله.
هغه چې په یوه پښه معلوله ده وايي "بېسوادۍ مې ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړ. کله مې چې پلار وفات شو، زه له خپل تره سره اوسېدم. بیا چې کله لږه راغټه شوم تره مې ښوونځي ته زما د تګ مخه ونیوله او وې ویل ماته مې غیرت اجازه نه راکوي چې ته له کوره ووځې. بیا په لس کلنۍ کې معلوله شوم. اوس له له بیلابیلو ناروغیو سره مخ یم. ان د ډاکتر لوحه نه شم لوستلای، او تر نن ورځې له زده کړو محرومه یم."
په افغانستان کې ډیری نجونې د کورنۍ تاوتریخوالي، بېوزلۍ او ناسمو د کلتوري دودونو قرباني کیږي.
یو شمېر پلرونه تاییدوي چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې لوڼه د وسیلې په ډول کارولي دي.
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل"زه دوه نیم لکه افغانۍ پوروړی وم، بیا پوروړي زما نه زما لور بوتلله د ۱۴۰۱ کال له زمري میاشتې د جدي تر ۲۶ مې نېټې ورسره وه بیا جرګه وشوه، یو بل کس ماته دوه نیم کله افغانۍ راکړې او ما د هغه کس پور خلاص کړو او لور مې کورته راوسته."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه پورې د نجونو پرمخ د زده کړو هر ډول دروازې وتړل شوې.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي افغانې نجونې له زیږون څخه د بلوغ تر ورځې پورې ستونزې تجربه کوي.
د ښځو د حقونو فعاله مولوده توانا ازادي راډيو ته وویل په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو حکومت د نجونو په زده کړو بندیز دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. آغلې توانا وايي"د نجونو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې نجونې له څلورو کلونو راهیسې د زده کړې له حق څخه محرومې دي او له بده مرغه له یو نامعلومې او تیارې راتلونکي سره مخامخ دي. د خلکو ستونزو ته د رسیدو اړتیا ده، په ځانګړې توګه هغه نجونې چې په افغانستان کې له زده کړې څخه محرومې دي."
ځینې افغانې نجونې وايي چې دوی په تنکۍ ځوانۍ کې واده ته اړیستل شوي او زده کړوحق ترې اخیستل شوی دی.
نن شنبه د اکتوبر ۱۱ مه د وړو نجونو نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت په خپله ویب پاڼه لیکلي چې په ټوله نړۍ کې نجونې د نن ورځې د لویو ننګونو سره د مقابلې لپاره پرمختګ کوي.
په بیان کې راغلي دي چې نجونې خپلې ټولنې تنظیموي، د عدالت لپاره مبارزه کوي او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش ویلي، هره نجلۍ، په هرځای کې د مساوات، فرصت او وقار مستحقه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل راپور کې دا هم ویلي چې ډیری وختونه، د نجونو غږونه نه اوریدل کیږي او د هغوی اړتیاوې او حقونه له پامه غورځول کیږي.
په راپور کې راغلي دي موږ باید د نجونو غږ اوچت کړو او دا ژمنه بیا تازه کړو چې په ګډ کار سره داسې نړۍ جوړه کړو چې هره نجلۍ پرمختګ او رهبري وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق نن شنبه د اکتوبر ۱۱ مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، که څه هم د افغانستان د ښوونې او روزنې سیسټم ډېرې نیمګړتیاوي لري، خو بیا یې هم د جوړېدو فرصت شته.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لیرې کول او پر ابتدايي زړه کړو پانګونه ډېر مهم کار دی، چې په دې ډول به پرمختګ دوام وکړي او هرې نجلۍ او هلک ته باید د زده کړې حق ورکول شي.
د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د اکټوبر ۱۱مه د ماشومو نجونو د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله، څو د نجونو حقونه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغه ننګونې چې نجونې ورسره مخ دي، وپېژندل شي.